لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جان کيري وائي دافغانستان ددفاع وزير يا حکومت په امنيتي تړون لاسليک کولى شي


 جان کيري وائي چې د٢٠١٤م څخه وروستو افغانستان کې دپوځيانو دپاتې کيدو په اړ ه پريکړه يو سنجيده کار دى
جان کيري وائي چې د٢٠١٤م څخه وروستو افغانستان کې دپوځيانو دپاتې کيدو په اړ ه پريکړه يو سنجيده کار دى
دامريکا خارجه وزير جان کيري دنهې په ورځ تجويز ورکړى چې دافغانستان دصدر حامد کرزي پځايې ددغه هيواد ددفاع وزير بسم الله خان محمدي يا حکومت امريکا سره په دوه اړخيزه تړون لاسليک کولى شي.
تيره مياشت دافغانستان لويې جرگې امريکا سره ددغه تړون کولو تائيد کړى ؤ.
په برسلز کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال جان کيري په افغان حکومت ددغه امنيتي تړون دزر تر زره لاسليک کولو لپاره ټينگار کړى اؤ وئيلي يې دي چې دغه ترجيح ته په غونډه کې دبرخه اخستونکو نيټو دخارجه وزيرانو ملاتړ ترلاسه دى.
جان کيري وائي چې د٢٠١٤م څخه وروستو افغانستان کې دپوځيانو دپاتې کيدو په اړ ه پريکړه يو سنجيده کار دى اؤ دکابل په حکومت يې په دغه اړه دزر تر زره متفق کيدو غږ کړى دى.
په برسلز کې راټولو شوي دنيټو خارجه وزيران په افغان صدر حامد کرزي امريکا سره په هاغه دوه اړخيزه تړون دلاسليک کولو لپاره ټينگار کوي ، چې ترمخه به يې راتلونکي کال کې افغانستان کې دنيټو دجنگي مشن وروستو هم واشنگټن ته په دغه هيواد کې دخپلو ځينو پوځيانو دپاتې کولو اجازت وي.
افغان صدر حامد کرزى غواړي په دغه تړون دلاسليک کولو يا نۀ کولو فيصله هيواد کې دټولټاکنو په نتيجه کې په جوړيدونکي حکومت پريږدي.
دنيټو سيکرټري جنرل اينډرز فو راسموسن وائي ائتلاف په ٢٠١٥م کې هم افغانستان کې دپاتې کيدو هيله لري ، خو ددې لپاره به صدر کرزي ته په دوه اړخيزه امنيتي تړون په وخت دلاسليک کولو ضرورت وي.
دنيټو په هيډکوارټرز کې راسموسن خبريالانو ته وويل هغه انديښنه لري چې ددغه رقم تربيتي مشن پرته د افغانستان په امنيتي اؤ اقتصادي مرسته منفي اغيزه کيدى شي.
هغه وائي ائتلاف په کابل کې په حکومت دکوم څيز دورتپلو هڅه نۀ کوي، بلکې دهاغه مدد وړانديز کوي چې غواړي يې.
هغه وويل نيټو يو قابض ځواک نۀ دى، مونږ دافغانستا دمدد اراده لرو
دافغانستان صدر حامد کرزى دريځ لري چې واشنگټن سره په دوه اړخيزه امنيتي تړون دلاسليک کولو يا نۀ کولو پريکړه دراتلونکي کال داپريل په مياشت کې دکيدونکو ټولټاکنو په نتيجه کې رامينځته کيدونکي حکومت ته کول پکار دي.
صدر حامد کرزي په دغه امنيتي تړون کابل ته دامريکا دخارجه وزير جان کيري دوروستي سفر په مهال بحث کړى ؤ اؤ اوس دهغه يوه غوښتنه دا هم ده چې دکيوبا گوانتاناموبى امريکائي زندان څخه دې افغان بنديان خوشې کړل شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG