لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نيلسن منډيلا په مړينه د نړيوالو مشرانو غمرازي


د صدراوباما په وينا امنناکه اؤ ازاده جنوبي افريقه د نيلسن منډيلا ميراث دى.
د صدراوباما په وينا امنناکه اؤ ازاده جنوبي افريقه د نيلسن منډيلا ميراث دى.
پيښور- په ټوله نړۍ کې مهمو حکومتي اؤ مخورو شخصياتو دجنوبي افريقي دپخواني صدر اؤ د نسلي امتياز په ضدد ستر مبازر نيلسن منډيلا په مړينه غمرازي ښودلې ده اؤ په پاکستان کې قومي اسمبلۍ اؤ سينيټ د نيلسن منډيلا په وفات د غمرازۍ قراردادونه منظور کړي دي.
نيلسن منډيلا د ٩٥ کالو په عمر کې پرون د ورپيښې ناروغۍ له امله مړ شوى دى.
په سپينه ماڼۍ کې د امريکا صدر براک اوباما ښاغلى منډيلا يو باهمته، ښه اؤ مبارز انسان ياد کړى اؤ وئيلي دي هغه په شخصي توگه دنيلسن منډيلا څخه زيات متاثره دى.
د صدراوباما په وينا امنناکه اؤ ازاده جنوبي افريقه د نيلسن منډيلا ميراث دى.
دامريکا پخوانو صدرانو جمي کارټر، بل کلنټن اؤ جارج ډبليو بش هم ښاغلى منډيلا د ازادۍ ،انساني وقار اؤ مساواتو علمبردار گرځولى دى.
دملگرو ملتونو عمومي سکتر بان کي مون پخپل پيغام کې وئيلي هغه د نيلسن منډيلا په مړينه سخت غمژن شوى دى.
بان کي مون په خلکو غږ کړى چې هغوئ بايد د جنوبي افريقې ددغه ستر مشر په افکارو د نړۍ د ښه والي دپاره مبارزه وکړي.
د برطانيې وزيراعظم ډېوډ کيمرون ،داسرائيل وزيراعظم بنجمن نيتن ياهو، دپاکستان صدر ممنون حسين ، وزيراعظم ميانوازشريف اؤ دهيټي صدر مائيکل مارټيلى هم نيلسن منډيلا ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې اؤ دهغه مبارزه يې په شاندارو ټکو کې ستائيلې ده.
همدغه شان د جمعې په ورځ دپاکستان په قومي اسمبلۍ اؤ سينيټ کې د نسلي امتياز په ضد د ستر مبارز نيلسن منډيلا په وفات د غمرازۍ قرادادونه منظور شوي اؤ قانون سازانو د هغۀ مبارزې ته پيرزوئنې وړاندې کړي دي.
همدغه شان په ټوله نړۍ کې په سوشل ميډيا خلک د نيلسن منډيلا مبازرې اؤ خدماتو ته د عقيدت پيرزوئني وړاندې کوي اؤ د هغه په مړينه خفگان ښايي
نيلسن منډيلا په ١٨مه جولايي ١٩١٨ د سويلي افريقې په ترانسکي نومې سيمه کې زيږدلى ؤ.
هغه د جنوبي افريقې وړومبى جمهوري صدر ؤ چې د صدارت موده يې د کال ١٩٩٤څخه تر١٩٩٩ وه.
د نسلي توپير په ضد يې يوه اوږده موده نۀ ستړې کيدونکې مبارزه کړې وه دافريقې دملي کانگريس د عسکري څانگې مشر هم پاتې شوى ؤ.
په جنوبي افريقه کې د تور پوستو سره دکيدونکي نسلي توپير په ضد يې يو تاريخي تحريک چلولى ؤ اؤ د جنوبي افريقې محکمو هغه د سول نافرمانۍ،اړي،گړي. امن ته د ضرر رسؤلو اؤ نورو بيلابيلو تورونو په اساس دمشقت دسزا سره زنداني کړى ؤ.
هغه دنسلي توپير په ضد د خپلې مبازرې له امله ٢٧ کاله د رابن په جزيره کې بند تير کړى ؤ خو دبند په دغه دوران کې يې هم خپل تحريک نه لاس نه وؤ اخستي.
په ١١مه فرورۍ ١٩٩٠کې چې کله د اولس په زيات فشار د بند څخه خوشې کړى شو نو د اړي گړي تحريک نه يې لاس پسر کړو اؤ خبرو اترو لاره يې خپله کړه.
په دغه مهال نيلسن منډيلا په دې وتوانيدو چې خلک د نسلي توپير په ضد خپلې مفکورې ته مائله کړي.
دنسلي توپير په ضد دتحريک ختمولو وروستو نيلسن منډيلا ټوله نړۍ کې وستائيل شو اؤ حتي د هغه مخالفين هم د هغه مبارزې ته قائله شول.
په سويلي افريقه کې نيلسن منډيلا د ماډيبا په نوم هم پيژندل کيږي چې دا د مڼديلا کورنۍ دپاره د وياړ يو خطاب دى.
نيلسن منډيلا د خپلې اوږدې مبارزې اؤ اوږد زنداني ژوند له امله نۀ يواځې ټوله افريقه کې دقدر وړ شخصيت بلل کيږي بلکې نړۍ هم د هغه مبارزه اؤ خدمات په زرينو ټکو يادوي همدغه وجه ده چې هر کال ملگري ملتونه د هغه د زيږون ورځ يعنې ١٨جولايي د نيلسن منډيلا د ورځې په توگه نمانځي اؤ په دغه ورځ ټوله نړۍ کې خلک د ښاغلي منډيلا خدماتو ته درناوى وړاندې کوي.
هغه ته د خپلو غوره خدماتو اؤ مبارزې په صله کې د نړۍ په کچ د ٢٥٠ ؤ څخه زياتې جائزې ورکړل شوي چې دامن نوبل انعام هم پکې شامل دى

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG