لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپينه ماڼۍ : دنيلسن منډيلا دمړينې اخري رسوماتو کې به صدر اوباما گډون کوي


دامريکا صدر براک اوباما وئيلي دي هغه دهاغو خلکو څخه يو دى چې دنيلسن منډيلا داخلاقي لوړوالي، خواخوږۍ اؤ عاجزۍ څخه زيات متاثره دي
دامريکا صدر براک اوباما وئيلي دي هغه دهاغو خلکو څخه يو دى چې دنيلسن منډيلا داخلاقي لوړوالي، خواخوږۍ اؤ عاجزۍ څخه زيات متاثره دي
سپينه ماڼۍ وائي د جنوبي افريقې دپخواني صدر دنسلي توپير په ضد د ستر مبارز ستر لارښود نيلسن منډيلا دمړينې په اخري رسوماتو کې دگډون لپاره به دامريکا صدر براک اوباما اؤ لمړۍ ميرمن مشيل اوباما په راتلونکې اوونۍ کې جنوبي افريقې ته ځي.
دنيلسن منډيلا دمړينې په وروستو رسوماتو کې دصدر اوباما اؤ مشيل دگډون په اړه دغه پخلى دسپينې ماڼۍ وياند جى کارنى دجمعې په ورځ کړى دى.
دنړيوال شهرت دغه ٩٥ کلن عظيم مشر دزيارت په ورځ ساه ورکړې وه اؤ جنوبي افريقه به په ١٥م دسمبر دهيواد ددغه لمړي تورپوستي صدر خاورو ته دسپارلو رسومات په سرکاري توگه ترسره کوي.
دامريکا صدر براک اوباما وئيلي دي هغه دهاغو خلکو څخه يو دى چې دنيلسن منډيلا داخلاقي لوړوالي، خواخوږۍ اؤ عاجزۍ څخه زيات متاثره دي.
دنيلسن منډيلا سره دعقيدت داظهار په توگه به صدر براک اوباما په هدايت په سپينه ماڼۍ، امريکائي پايتخت، اولسي ودانو، سفارتي تنصيباتو اؤ پوځي پوسټونو امريکائي بيرغ دگل دورځ دنمر پريوتو پورې نيم کښو وي.
همدغه شان دامريکا مرستيال صدر جوبائيډن وئيلي دي چې دښاغلي منډيلا همت اؤ دهغه دبخښنې صفت مونږ ټولو متاثره کړي يو اؤ مونږ ته يې پخپل کار کې دخوبۍ پيدا کولو وينا کړې ده.
دنيويارک ښار مئير، مائيکل بلوم برگ دجمعې په ورځ دنيلسن منډيلا په ياد کې دټولنيز انصاف ديو سکول جوړولو اعلان کړى، دغه سکول به دنيويارک دبروکلين بورو سيمه کې موجود هلکانو اؤ جينکو دهائي سکول کيمپس کې جوړيږي، چې ١٩٩٠ء کې يې ښاغلي منډيلا دوره کړې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG