لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حامد کرزى وايي په امنيتي تړون به د امريکا فشار ته غاړه نۀ ږدي


صدر کرزي وويل دافغانستان اؤ پاکستان لپاره دامريکا ځانگړي استازي جيمز ډوبنز کابل ته دخپل اوسني سفر په مهال هغه ته وئيلي وؤ چې دامنيتي تړون پرته به امن نۀ وي.
صدر کرزي وويل دافغانستان اؤ پاکستان لپاره دامريکا ځانگړي استازي جيمز ډوبنز کابل ته دخپل اوسني سفر په مهال هغه ته وئيلي وؤ چې دامنيتي تړون پرته به امن نۀ وي.
پيښور-دافغانستان صدر حامد کرزي په امريکا دسختو نيوکو کولو په ترڅ کې وئيلي دي چې امريکا دسږکال تر اخره دواشنگټن اؤ کابل ترمينځ په دوه اړخيزه امنيتي تړون دلاسليک کولو په غرض په هغه دفشار اچولو لپاره ديو نوابادياتي قوت په څير کردار ادا کوي.
يوې فرانسيسي ورځپاڼې سره مرکه کې صدر کرزي وويل دافغانستان اؤ پاکستان لپاره دامريکا ځانگړي استازي جيمز ډوبنز کابل ته دخپل اوسني سفر په مهال هغه ته وئيلي وؤ چې دامنيتي تړون پرته به امن نۀ وي.
صدر کرزي وويل ددې سپيناوى خو داسې کيدى شي چې که چرې تاسو په تړون لاسليک ونۀ کړئ، نو مونږ به ستاسو په هيواد کې جگړه راپاروؤ، پريشاني به پيدا کوؤ
امريکا غواړي د٢٠١٤م څخه وروستو په افغانستان کې دخپلو ځينو پوځيانو ساتلو لپاره کابل دغه تړون دسږکال تر اخره لاسليک کړي ، خو صدر کرزى دريځ لري چې په دغه تړون د لاسليک کولو يا نۀ کولو پريکړه به افغانستان کې راتلونکي کال کې دکيدونکو ټاکنو په نتيجه کې جوړيدونکي حکومت ته کول وي.
په دغه تړون دلاسليک کولو لپاره دافغان صدر لخوا په ايښودل شوؤ شرطونو کې دفضائي حملو ، افغانانو په کورونو دبهرني ځواکونو بريدونه اودرول اؤ طالبانو سره دجوړجاړي هڅو کې دمرستې په غرض پراخه امريکائي هڅې شامل دي.
صدر کرزى چې اوس مهال دنړۍ ديو نوموړي مشر نيلسن منډيلا دمړينې په اخري رسوماتو کې برخې اخستو لپاره په جنوبي افريقه کې دى، دغلته به دگڼو نړيوالو مشرانو سره ليدنې هم کوي.
پخپله مرکه کې حامد کرزي وئيلي دي چې امريکا مونږ دديوال سره نۀ شي لگولى اؤ زياته کړې يې ده نن سبا چې هغه څه اوري اؤ څه چې يې په تيرو وختونو کې اوريدلي هغه په نوابادياتي دور کې داستحصال يوه بيلگه ښکاري.
صدر کرزي وويل افغانان به ماتې نۀ مني اؤ هغوي دگڼو نوابادياتي قوتونو سره جنگيدلي ، هغوي به دا نۀ مني.
بلخوا دافغانستان اؤ پاکستان لپاره دامريکا ځانگړي استازي جيمز ډوبنز هيله څرگنده کړې ده چې هند به افغان صدر حامد کرزي واشنگټن سره په هاغه امنيتي تړون لاسليک کولو ته وهڅوي چې په افغانستان کې دامريکائي پوځيانو دپاتې کيدو اجازه ورکوي.
جيمز ډوبنز وئيلي دي چېهند ته به دهغه (صدر کرزي) راتلونکې دوره ، زما په فکر، زياتره موثره وه ځکه چې هغه دهندي حکومت درناوى کوي اؤ ورسره ښې اړيکې لري
ټاکل شوې ده صدر کرزى به روانه اوونۍ کې دهند دوره کوي.
ډوبنز وئيلي دي چې دايران نه بغير ټولو سيمو قوتونو صدر کرزي ته په تړون دلاسليک کولو لپاره ډاډگيرنه ورکړې، چې پکې دپاکستان وزيراعظم نواز شريف، دچين صدر شي جنگپنگ، روسي صدر ولادي ميرپيوټن شامل دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG