لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ننگرهار: دنيټو په اډه بريد کې يو پوليس اؤ درې تندلاري وژل شوي


دننگرهاردوالي وياند احمد ضياء احمدزئي ددغه بريد په اړه ميډيا سره خبرو کې وئيلي دي چې سحر وختي دترسره شوي دغه بريد څخه وروستو ددواړو خواؤ ترمينځ سخته نښته شوې ده.
دننگرهاردوالي وياند احمد ضياء احمدزئي ددغه بريد په اړه ميډيا سره خبرو کې وئيلي دي چې سحر وختي دترسره شوي دغه بريد څخه وروستو ددواړو خواؤ ترمينځ سخته نښته شوې ده.
پيښور- چارواکي وائي دشورو په ورځ يو شمير ځان وژونکو دپاکستان دپولې ترڅنگ دننگرهار په سرحدي سيمه تورخم کې دنيټو ځواکونو ديو مرکز ترڅنگ دټرکونو په اډه بريد کړى چې له امله يې يو افغان پوليس عسکر اؤ درې بريدکوونکي وژل شوي دي.
دننگرهاردوالي وياند احمد ضياء احمدزئي ددغه بريد په اړه ميډيا سره خبرو کې وئيلي دي چې سحر وختي دترسره شوي دغه بريد څخه وروستو ددواړو خواؤ ترمينځ سخته نښته شوې ده.
په افغانستان کې ميشتو دنيټو ځواکونو ددغه بريد په اړه يو بيان کې وئيلي دي مونږ ددښمن لخوا په فارورډ اپريټنگ بيس تورخم نن سحر ديو باالواسطه بريد پخلى کولى شو، ددښمن هڅه غيرموثره وه اؤ ددغه بريد په نتيجه کې دايساف ځواکونو ته کومه مرگ ژوبله نۀ ده اوښتې.
دپوليسو يو مشر کرنل اکبر شنواري نښته کې ددريوؤ تندلاروم دوژنې پخلى کړى اؤ زياته کړې يې ده چې نښته کې يو پوليس عسکر وژل شوى اؤ دوه نور ژوبل شوي هم دي.
هغه وئيلي دي چې بريد کې دنيټو پينځوؤ ټرکونو اؤ يو اولسي گاډي ته زيان رسيدلى دى.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد ددغه بريد پړه په غاړه اخستې ده اؤ زياته کړې يې ده چې بريد کې په گڼ شمير کې عسکر مړۀ اؤ ژوبل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG