لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان کې عمليات،ميرعلي بازار تباه، 30 کسان مړۀ


پوځي سرچينې وايي وژل شوي کسان جنگيالي دي خو دسيمې عيني شاهدانو وائس اف امريکه ډيوه راډيو ته وئيلي د پوځ لخوا وژل شوي ټول کسان جنگيالي نۀ بلکې عام کسان دي.
پوځي سرچينې وايي وژل شوي کسان جنگيالي دي خو دسيمې عيني شاهدانو وائس اف امريکه ډيوه راډيو ته وئيلي د پوځ لخوا وژل شوي ټول کسان جنگيالي نۀ بلکې عام کسان دي.
پيښور- د شورو په ماښام دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دپاکستاني پوځيانو په يوه پوسته د شوي ځانمرگي بريد څخه وروستو پاکستاني پوځ په سيمه کې عمليات پيل کړي چې پکې لږ ترلږه ٣٠ کسان وژل شوي اؤ گڼ شمير نور ژوبل شوي دي.
پوځي سرچينې وايي وژل شوي کسان جنگيالي دي خو دسيمې عيني شاهدانو وائس اف امريکه ډيوه راډيو ته وئيلي د پوځ لخوا وژل شوي ټول کسان جنگيالي نۀ بلکې عام کسان دي.
په سيمه کې د رامينځته شوي اړي گړي څخه وروستو پوځ کرفيو پځايې کړې اؤ په خواوشا اووة زرو دوکانونو اؤ کاروباري مارکيټو مشتمل د ميرعلي بازار د پوځ لخوا په بشپړ ډول ړنگ کړل شوى دى.
د زيارت په ورځ د سيمې څخه پوځي سرچينو وائس اف امريکه ډيوه راډيو ته وئيلي په ميرعلي سيمه کې دوسله والو جنگيالو اؤ پوځ ترمينځ ترسره شوې يوه نښته کې لږ ترلږه ٢٥ شکمن تندلاري وژل شوي دي.
دامنيتي سرچينو ترمخه شکمنو جنگيالو دامنيتي ځواکونو په هاغه کاروان دبريد هڅه کړې چې دشمالي وزيرستان په ميرعلي تحصيل کې دکهجورۍ چيک پوسټ څخه راستنيدو.
دغه سرچينې وائي چې دامنيتي ځواکونو ياد شوى کاروان دهاغو پوځيانو دمرستې لپاره سيمې ته تللى ؤ چې تيره ورځ په يو ځانمرگي حمله کې ژوبل شوي وؤ.
دغه سرچينې دعوه کوي چې دوسله والو جنگيالو لخوا دبريد دهڅې په ځواب کې امنيتي ځواکونو په سمدستي ډول ځوابي کارروائي پيل کړه چې پکې تندلارو ته درنه مرگ ژوبله واؤښته.
دسرچينو په وينا دامنيتي ځواکونو اؤ تندلارو ترمينځ دغه نښته تر څو ساعتو دوامداره وه چې پکې ٢٥ جنگيالي وژل شوي دي.
خو د ميرعلي يو سيمه ايز مشر اؤ د قومي اسمبلۍ پخواني اميدوار انجنئير قيوم چې پخپله ددغو نښتو عيني شاهد دى وائس اف امريکه ډيوه راډيو سره په خبرو کې وئيلي دپو ځ اؤ جنگيالو ترمينځ سيمه کې هيڅ نښته نه ده شوې بلکې د پوځي عملياتو له ويرې د ايپي سيمې دننه د يو هوټل په تاخانه کې پټ شوي د ټرکونو ډرائيوران اؤ نور مزدور کاره خلک پوځ په گولو ويشتي دي.
هاغه د سيمې موجوده وضعيت په دې ټکو کې بيان کړو"دميرعلي ټول بازار چې لږ ترلږه په اوو زرو دوکانو اؤ کاروباري مارکيټونو مشتمل ؤ د پوځ لخوا په مکمل ډول ړنگ کړل شوى اؤ په سيمه کې د قيامت په څير حالت رامينځته شوى"
نوموړي دعوه وکړه چې پوځ د هيلي کاپټرو اؤ توپو څخه په ابادۍ گولۍ وولي چې له امله يې تردې مهال په سيمه کې په زرگونو کورونه ړنگ شوي اؤ مقامي خلکو ته په گڼ شمير کې مرگ ژوبله اوختې ده.
انجنئير قيوم وايي تيرماښام په مسکي سيمه کې په کور د گولې غورځيدو لۀ امله يوه زنانه اؤ دهغې درې ماشومان مړۀ شوي.
دسيمې گڼ شمير نورو اوسيدونکو هم ډيوه راډيو ته وئيلي چې د پوځ لخوا د پيل شوؤ نااعلانه عملياتو له امله خلک د سخت تکليف سره مخ دي اؤ په زرگونو ښځې،ماشومان اؤ بوډاگان د خپلو سرونو بچ کولو دپاره خوندي سيمو ته وتل غواړي خو دکرفيو اؤ گوله بارۍ له امله نۀ شي کولى چې خوندي سيمو ته پناه يوسي.
د ميرعلي يو بل سيمه ايز مشر ملک امان الله ډيوه راډيو سره په خبرو کې وئيلي دامهال مونږ د تحريک انصاف اؤ ددغه گوند مشر عمران خان په سوچ حيران چې د ډرون خلاف خو په سړکونو ورځې شپې کوي اؤ غوغا يې شروع کړې ده خو په شمالي وزيرستان کې چې بېگناه خلک پوځي عملياتو کې وژل کيږي عمران خان اؤ دهغۀ گوند په دغه انساني الميه شونډې گنډلي دي.
هغه وويل په سيمه کې مړي اؤ زخميان پراتۀ دي چې د کرفيو اؤ پوځي عملياتو له وجې يې څوک د پورته کولو فرصت نه لري.
دسيمې خلک وايي د روانو عملياتو له امله خوراکي مواد هم په ختميدو دي اؤ په هسپتال کې پرتو ژوبلو کسانو ته دوايانې هم نۀ رسيږي چې له دې امله ديوې لويې انساني فاجعې درامينځته کيدو انديښنه ده.
په شمالي وزيرستان کې دروان تاؤژن وضعيت له امله خبريالان نۀ شي کولى دغه سيمې ته پخپله ورشي اؤ د حالاتو حقيقي تصوير مخې ته راوړي خو په دغه وضعيت کې د اطلاعاتو ترلاسه کولو دار ومدار يواځي دپوځ اؤ جنگيالو له لوري په کيدونکو دعوؤ وي.
په شمالي وزيرستان کې د تازه عملياتو په هکله دغه اطلاعات په داسې حال کې ترلاسه شوي چې تير ماښام شمالي وزيرستان کې دامنيتي ځواکونو په يوه پوسته ترسره شوي ځانمرگي بريد کې پينځه پوځيان وژل شوي اؤ خواؤشا ٤٠ نور ژوبل شوي وؤ.
دپاکستاني طالبانو دتحريک يو وياند ميډيا سره خبرو کې تيرماښام شمالي وزيرستان کې په امنيتي ځواکونو دترسره شوې ځانمرگي حملې ذمه واري په غاړه اخستې اؤ وئيلي يې چې دغه بريد دهغوي دپخواني مشر حکيم الله مسحود دوژنې دانتقام په توگه ترسره شوى دى.
خو پوځ په رسمي ډول په سيمه کې دپيل شوؤ عملياتو په اړه خپل دريځ تر دې مهاله نه دى روښانه کړى
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG