لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټوله نړۍ کې نن کرسمس نمانځل کيږي


دعيسويانو روحاني پيشوا پوپ فرانسس دټولې نړۍ په عيسويانو غږ کړى چې دکرسمس په موقع دې دخوشحالۍ څرگندونه وکړي ځکه چې حضرت عيسي تيارې رڼا کړې وې
دعيسويانو روحاني پيشوا پوپ فرانسس دټولې نړۍ په عيسويانو غږ کړى چې دکرسمس په موقع دې دخوشحالۍ څرگندونه وکړي ځکه چې حضرت عيسي تيارې رڼا کړې وې
پيښور- دنهې په ورځ دپاکستان پشمول ټوله نړۍ کې عيسويان خپل دکرسمس تهوار په مذهبي جوش اؤ جذبې سره نمانځي اؤ په دغه لړ کې کليساؤ اؤ دعيسويانو په مذهبي مقدسو ځائيونو کې ددستوره تابيا شوې ده.
دپاکستان په بيلا بيلو ښارونو کې دکرسمس دنمانځلو په موقع سخت امنيتي گامونه اخستل شوي دي.
په پاکستان کې عيسويانو دنيمې شپې عبادتونه کړي اؤ دهيواد دامن اؤ سلامتۍ لپاره يې دعاگانې غوښتې.
دنورکله په پرتله دخيبرپښتونخوا سرښار پيښور کې کرسمس دتيرو کلونو دجوش اؤ جذبې په څير ځکه نۀ دى نمانځل شوى درې مياشتې دمخه دپيښور په کوهاټۍ سيمه کې په ال سينټس چرچ دوؤ خودکش حملو کې وژل شوي د٨٠ؤ څخه زيات عيسايي وگړي وژل شوي وؤ چې د خپلو کونيو اؤ عزيزانو څخه دغه وژل شوي خلک تر ننه هير نۀ دي.
پيښور کې په کليسا ترسره شوې دغه حمله پاکستان کې دعيسوئي ورورولۍ په ضد دخونړو بريدونو څخه يوه شميرل کيږي.
په بيت اللهم کې دحضرت عيسي (ع) دزيږون په ځايې کې دټولې نړۍ څخه ورغلو په زرگونو زائرينو حاضري ورکړې اؤ په دغه موقع دنيمې شپې دفلسطين مقدس ښار کې تر بيت اللهم جلوس هم ويستل شوى چې پکې په زرگونو کسان گډون کړى دى.
دعيسويانو روحاني پيشوا پوپ فرانسس دټولې نړۍ په عيسويانو غږ کړى چې دکرسمس په موقع دې دخوشحالۍ څرگندونه وکړي ځکه چې حضرت عيسي تيارې رڼا کړې وې اؤ امن يې راوړى ؤ.
هغه زياته کړې ده خداې دحضرت مسيح په ذريعه امن اؤ رحم ښکاره کړى اؤ هغه نړۍ ته نيغه لار ښودلې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG