لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل کې په امريکائي سفارت خانه دوه راکټونه لگيدلي


امريکائي سفارت خانه وائي چې بريد کې څوک مړۀ يا ژوبل شوي نۀ دي.
امريکائي سفارت خانه وائي چې بريد کې څوک مړۀ يا ژوبل شوي نۀ دي.
پيښور- په کابل کې دامريکا سفارت خانه وائي دشورو په سحر دطالبانو لخوا داغل شوي دوه راکټونه په امريکائي سفارت خانه لگيدلي دي ، خو کومه مرگ ژوبله يې نۀ ده اړولې اؤ دافغان چارواکو وينا ده چې دښار په نورو دوؤ برخو هم راکټونه داغل شوي چې له امله يې درې پوليس عسکر ژوبل شوي دي.
طالبانو دبريد مسؤليت په غاړه اخستى اؤ طالب وياند ذبيح الله مجاهد پخپل يو پيغام کې دعوه کړې ده چې په امريکائي سفارت خانه څلور راکټونه فائر کړل شوي له امله يې درنه مرگ ژوبله اوښتې ده، خو طالبان اکثره دخپلو بريدونو په اغيزو کې دمبالغه ارايۍ څخه کار اخلي.
امريکائي سفارت خانه وائي چې بريد کې څوک مړۀ يا ژوبل شوي نۀ دي.
په کابل کې په امريکائي سفارت خانه دغه راکټونه په داسې حال کې فائر کړل شوي چې په افغانستان کې دموجودې عيسوئي ورورولۍ ترڅتگ ټوله نړۍ کې کرسمس نمانځلى شي.
دامريکائي سفارت خانې وينا ده دراکټونو له امله داوړيدلي ممکنه زيان اندازې لگولى شي، خو په سمدستي توگه دا نۀ ده په ډاگه چې دسفارت خانې په کومه برخه دغه راکټونه لگيدلي دي.
دسفارت خانې څخه ټوله عمله په حفاظت سره وتلې.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG