چارواکي وائي افغان صدر حامد کرزي دبندي خانې څخه د٨٨ؤ شکمنو طالب جنگيالو خوشې کول وروستو له هغې ځنډولي چې دامريکا له لوري انديښنه څرگنده شوه دغه بنديان يوځل بيا دجگړې ميدان ته ورگډيدى شي.
ددغو شکمنو طالب جنگيالو دخوشې کولو په پلان امريکائي پوځي کمانډران اؤ سناتوران ناراضه وؤ.
دافغان نظرثانۍ دبورډ يو غړي عبدالشکور دادرس په دغه اړه يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې وئيلي دي چې” دصدر ديو اوسني امر په اساس مونږ د٨٨ؤ بنديانو دکيسونو نظرثاني پيل کړې ده“
هغه وويل صدرامنيتي اؤ استخباراتي ايجنسو ته دا حکم هم کړى ؤ چې دهغوي دپس منظر اؤ کيسونو لټونه دې وکړي اؤ دا خبره دې باور کړي چې انصاف وشو.
په افغانستان کې دنيټو دځواکونو کمانډر امريکائي جنرل جوزف ډنفورډ ددغو شکمنو طالب جنگيالو دخوشې کولو په پلان باضابطه اعتراض کړى ؤ اؤ وئيلي يې وؤ چې دهغوي خوشې کول دهاغه تړون خلاف ورزي ده چې دبگرام دسپارلو په مهال لاسليک شوى ؤ.
دبگرام جيل کنټرول تيرکال دمارچ په مياشت کې امريکا افغانستان ته سپارلى ؤ.
دافغان نظرثانۍ بورډ تيرکال دبگرام د٦٤٨ بنديانو دخوشې کولو حکم کړى ؤ، چې دهغوي څخه ٥٦٠ بنديان خوشې کړل شوي اؤ امريکا دپاتې ٨٨ؤ بنديانو دخوشې کولو سره اختلاف لري.
دزيارت په ورځ کابل ته ديو سفر په مهال بااثره ريپبلکن سناتور لنډسى گراهم ددغو تندلارو دخوشې کولو په تجويز نيوکه کړې وه اؤ وئيلي يې وؤ چې هغوي پخپلو لاسونو وينې لري.
هغه وويل دغه بندي کسان دنيټو سره دتعلق لرونکو شپيتوؤ اؤ ٥٧ؤ افغانانو دوژنې ذمه وار دي.
که چرې سږکال دواشنگټن اؤ کابل ترمينځ دوه اړخيزه امنيتي تړون لاسليک شي نو افغان پوليسو اؤ پوځ ته دتربيت ورکولو اؤ دترهه گرۍ په ضد کارروائيو کې دمرستې لپاره ددسمبر په پايې کې دنيټو دمشن دختميدو وروستو په زرگونو امريکائي پوځيان افغانستان کې پاتې کيږي.