لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دعملياتو له ويرې شمالي وزيرستان څخه په زرگونو خلکو کډې کړي


بنو کې دچارواکو وينا ده چې دشمالي وزيرستان څخه سيمې ته ورغلو کډوالو ته تر دې دمه کومې مرستې نۀ دي ورکړل شوي
بنو کې دچارواکو وينا ده چې دشمالي وزيرستان څخه سيمې ته ورغلو کډوالو ته تر دې دمه کومې مرستې نۀ دي ورکړل شوي
پيښور- چارواکي وائي دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې په ممکنه توگه دترهه گرو په ضد دپوځ لخوا دعملياتو پيل کيدو له ويرې دميرعلي څخه په سلگونو کورنو کډې کړي دي.
دپاکستان دانگريزۍ ژبې ورځپاڼې ايکسپريس ټريبون پخپل يو راپور کې دمقامي خلکو، اؤ پوليټيکل انتظاميې له خُلې وئيلي دي چې په دغو کډوالو کې زياتره پيوست ضلعې بنو ته مخه کړې ده.
ورځپاڼه دپوليټيکل انتظاميې دچارواکي له خُلې ليکي مونږ قبائيلي کورنو ته درخواست کوؤ چې خپل کورونه دې نۀ پريږدي اؤ کوم خلک چې دوړاندې څخه وتلي هغوي ته وايو چې سيمې ته بيرته راوگرځي ځکه چې جنگ نشته اؤ په ايجنسۍ کې امن پځايې دى.
شمالي وزيرستان څخه په گڼ شمير کې خلکو دغه کډې په داسې حال کې کړي چې تيره اوونۍ دخيبرپښتونخوا په بنو سيمه کې دامنيتي ځواکونو په يو کاروان موټري بم چاؤدنه اؤ راولپينډۍ کې دجي ايچ کيو سره نزدې ار اى بازار کې ديو ځانمرگي بريد له امله دلسگونو پوځيانو دوژل کيدو وروستو دپاکستان پوځ په شمالي وزيرستان کې دهيلي کاپټرو اؤ جيټ الوتکو څخه دتندلارو په شکمنو ځالو بمباري کړې وه اؤ دشلگونو جنگيالو دوژنې ادعاوې يې کړې وې.
په بنو کې دچارواکو وينا ده چې دشمالي وزيرستان څخه سيمې ته ورغلو کډوالو ته تر دې دمه کومې مرستې نۀ دي ورکړل شوي ، خو دقدرتي افتونو په مهال دمرستو کولو ادارې پي ډي ايم اى چارواکي سيمې ته رسيدلي اؤ دحالاتو جاج اخلي.
ددغه ادارې چارواکي وائي په باضابطه توگه ورته دکډوالو په اړه کوم هدايات نۀ دي ترلاسه شوي ، خو دشمالي وزيرستان ايجنسۍ څخه بنو ته دورتلونکو کسانو دشميرې دجاج اخستو لپاره يې سيمې ته يوه ځانگړې ډله ليږلې ده.
دوزيرستان څخه دجگړو له امله کډه کوونکې کورنۍ گيله کوي چې پوليټيکل انتظاميې په بنو کې دهغوي داوسيدو لپاره مناسب انتظامات نۀ دي کړي اؤ سرچينې وائي ځينو خلکو په ډاگه شپه تيره کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG