لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صوابۍ، د تندلارو په ضد عملياتو کې څلور جنگيالي وژل شوي


د صو ابۍ پولې د بونير، مردان، نوښار اؤ هريپور سره هم لگيدلي دي چې دغه ټولې سيمې په څه نا څه حوالو د حکومت مخالفه ياغي جنگيالو د اثر لاندې گڼل کيږي.
د صو ابۍ پولې د بونير، مردان، نوښار اؤ هريپور سره هم لگيدلي دي چې دغه ټولې سيمې په څه نا څه حوالو د حکومت مخالفه ياغي جنگيالو د اثر لاندې گڼل کيږي.
پيښور- دخالي په ورځ دپاکستان د خيبرپښتونخوا صوبې په صوابۍ سيمه کې د پوليسو لخوا د تندلارو په ضد عمليات ترسره کړل شوي چې پکې څلور تندروه جنگيالي وژل شوي اؤ پوليس وايي د هغوئ څخه چاوديدونکي مواد اؤ وسله هم ترلاسه کړې ده.
دصوابۍ د پوليسو مشر يا ډي پي او سجاد خان وائس اف امريکا ډيوه راډيو سره خبرو کې وئيلي پوليس د خالي په ورځ د سحر په خړه کې د بونير د پولې سره لگيدلو د صوابۍ دفارمولو پوليس تاڼې په شکولۍ، خان پور اؤ نارنجي سيمو کې د تندلارو په ضد چټک عمليات کړي .
هغه وويل دغه عمليات وروستو لۀ هغې شوي چې سيمه کې د تندلارو فعاليتونه سيوا شوي اؤ پوليس ته د هغوئ د موجودگۍ اطلاعات رسيدلي وؤ.
دپوليسو مشر زياته کړه په دغو چاڼيزو عملياتو کې څلور تندلاري وژل شوي اؤ پوليس دهغوئ څخه وسله اؤ چاوديدونکي مواد ترلاسه کړي خو پوليس ته پکې کومه مرگ ژوبله نه ده اوختې .
صوابۍ دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې هاغه سيمه ده چې دابادۍ په لحاظ ورته د څلورمې لويې ضلعې درجه حاصله ده اؤ دغه سيمه دپاکستان د دارالخلافې اسلام اباد څخه يواځې د 70.47 کلو ميټره په فاصله پرته ده .
د صو ابۍ پولې د بونير، مردان، نوښار اؤ هريپور سره هم لگيدلي دي چې دغه ټولې سيمې په څه نا څه حوالو د حکومت مخالفه ياغي جنگيالو د اثر لاندې گڼل کيږي.
په صوابۍ کې په دې وروستيو کې دامنيت وضعه په چټکتيا سره د خرابۍ په لوري روانه شوې ده اؤ په نزدې ورځو کې دغلته د وسله والو په بريدونو کې نۀ يواځې سياسي اؤ ټولنيز مشران بلکې پوليس عسکر،استخباراتي مامورين ،دتعليم د ودې دپاره کارکونکي فعالين اؤ د پوليو د ناروغۍ په ضد کمپائن چلوونکي کارمندان هم په نخښه کړل شوي دي.
ددې ترڅنگ گڼ شمير تعليمي ادارې هم په دغه سيمه کې تندلارو په بمونو الوځولي دي.
په صوابۍ کې د ترهگرۍ اؤ بدامنۍ دپيښو دغه بهير کې وروستو له هغې زياته چټکتيا ليدل شوې چې د صوابۍ سره تعلق لرونکى يو تندروه مذهبي مشر شيخ خالد حقاني د پاکستاني طالبانو دتحريک مرستيال مشر وټاکل شو.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG