لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قندهار : بمي چاؤدنه کې څلور عسکر وژل شوي


Afghanistan -- A bomb blast killed 7 people in Quetta on, 10 October 2013
Afghanistan -- A bomb blast killed 7 people in Quetta on, 10 October 2013
پيښور- چارواکي وائي دافغانستان په جنوبي ولايت قندهار کې دسړک دغاړې په يوه بمي چاؤدنه کې څلور پوليس عسکر وژل شوي دي.
دغه پيښه دجمعې په شپه دپاکستان دپولې ترڅنگ دقندهار ولايت په سپين بولدک اولسوالۍ کې رامينځته شوې ده.
دخالي په ورځ دقندهار ولايت دپوليسو وياند ضياء الرحمان دراني ددغه پيښې په اړه ميډيا ته وئيلي دي چې دافغان پوليسو يو گاډى دقندهار ښار څخه سپين بولدک اولسوالۍ ته په لاره روان وؤ چې دسړک دغاړې دبمي چاؤدنې سره ټکر شو.
ښاغلي دراني په دغه پيښه کې دڅلورو عسکرو دوژل کيدو اؤ يو دژوبل کيدو پخلى وکړو.
په داسې حال کې چې دسږکال تر اخره افغانستان څخه بهرني ځواکونه دوتلو تيارۍ کوي، دهيواد په بيلا بيلو سيمو کې په امنيتي ځواکونو بريدونو کې تُندي راغلې ده.
امريکا غواړي د٢٠١٤م وروستو هم دالقاعده سره دتړلو جنگيالو په ضد عملياتو کې دمرستې اؤ افغان عسکرو ته دتربيت ورکولو لپاره خپل ځينې پوځيان افغانستان کې پاتې کړي ، خو صدر حامد کرزى دريځ لري چې دواشنگټن اؤ کابل ترمينځ ددغه مقصد لپاره په دوه اړخيزه امنيتي تړون به لاسليک دامريکا لخوا طالبانو سره دمذاکراتو شروع کولو په شرط کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG