لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حامد کرزي طالبانو سره پټې خبرې پيل کړي دي:دنيويارک ټائمز دعوه


نيويارک ټائمز پخپل راپور کې ددغو رابطو څخه دخبرو کسانو له خُلې وئيلي دي چې دصدر حامد کرزي لخوا طالبانو سره شوؤ دغو تماسونو کمه گټه ورکړې ده، خو ورسره دښاغلي کرزي اؤ امريکا ترمينځ پاتې باور ته زيان رسيدلى.
نيويارک ټائمز پخپل راپور کې ددغو رابطو څخه دخبرو کسانو له خُلې وئيلي دي چې دصدر حامد کرزي لخوا طالبانو سره شوؤ دغو تماسونو کمه گټه ورکړې ده، خو ورسره دښاغلي کرزي اؤ امريکا ترمينځ پاتې باور ته زيان رسيدلى.
پيښور- وتلې امريکائي ورځپاڼې نيويارک ټائمز پخپل يو راپور کې وئيلي دي چې دافغانستان صدر حامد کرزى دخپلو امريکائي اؤ لويديزو ائتلافيانو دخبرولو څخه پرته طالبانو سره دامن تړون ته رسيدو لپاره پټې خبرې اترې پيل کړي چې له دې امله دامريکا اؤ افغانستان دوړاندې څخه دتاؤتريخوالي ښکار اړيکې نورې هم تاؤژنې شوي دي.
افغان صدر حامد کرزى دکابل اؤ واشنگټن ترمينځ په هاغه دوه اړخيزه امنيتي تړون دلاسليک کولو څخه ډډه کوي چې دسږکال تراخره افغانستان څخه دبهرنو ځواکونو دوتلو وروستو هم دالقاعده سره دتړلو جنگيالو په ضد کارروائيو کې دافغان پوځ دمرستې اؤ تربيت لپاره په دغه هيواد کې دځينو امريکائي پوځيانو دموجودگۍ اجازه ورکوي.
صدر حامد کرزى وائي په دغه امنيتي تړون به يواځې په هاغه صورت کې لاسليک کوي چې امريکا طالبانو سره دافغان حکومت په خبرو اترو شروع کولو مرسته وکړي.
نيويارک ټائمز پخپل راپور کې ددغو رابطو څخه دخبرو کسانو له خُلې وئيلي دي چې دصدر حامد کرزي لخوا طالبانو سره شوؤ دغو تماسونو کمه گټه ورکړې ده، خو ورسره دښاغلي کرزي اؤ امريکا ترمينځ پاتې باور ته زيان رسيدلى.
نيويارک ټائمز ليکي په امنيتي تړون دلاسليک کولو په اړه دصدر کرزي دانکار له امله مايوسه امريکائي صدر براک اوباما دنهې په ورځ افغانستان کې دامريکائي مشن په مستقبل دغور کولو لپاره سپينې ماڼۍ ته خپل لوړپوړي کمانډران ورغوښتي دي.
حامد کرزي په تړون دلاسليک نۀ کولو ترڅنگ گڼ شمير هاغه افغان بنديان هم خوشې کړي چې دامريکا لخوا نيول شوي وؤ.
نيويارک ټائمز دلويديزو اؤ افغان چارواکو له خُلې دنوم نۀ څرگندولو په شرط ليکي په ظاهري توگه دافغان حکومت اؤ طالبانو ترمينځ د پټ جوړ جاړې دغه هلې ځلې دنومبر په مياشت کې پيل شوې وې، دغه دافغان صدر حامد کرزي اؤ دهغه دائتلافيانو ترمينځ دژورې بې باورۍ وخت ؤ،
ښاغلي کرزي په دغه مهال داسې گڼل چې اوس دهاغه څه دترلاسه کولو يوه غوره موقع ده ، کوم چې امريکايانو نۀ کول غوښتل يا يې دهغې دکولو توان نۀ لرلو،
د صدر کرزي مطلب د طالبانو سره د روغې جوړې تړون ته رسيدل وؤ.
ورځپاڼه ليکي دافغان صدر حامد کرزي وياند ايمل فيضي طالبانو سره ددغو خفيه رابطو پخلى کړى اؤ وئيلي يې دي چې دغه تماسونه دوام لري.
ورځپاڼه دښاغلي فيضي په حواله ليکي تيرې دوه مياشتې زياتې گټورې پاتې شوي
خو نور افغان اؤ لويديز چارواکي وائي چې دغه رابطې ناکامه شوي اؤ کيدى شي طالبانو چې په شروع کې دڅه اراده هم کړې وه ، هغوي اوس دافغان حکومت سره دمذاکراتو اراده نۀ لري.
ورځپاڼې ددغو چارواکو له خُلې ليکلي دي هغوي وائي چې لوړپوړو افغان چارواکو په دوبۍ، متحده عرب اماراتو، دسعودي عرب په رياض کې دبااثره طالب مشرانو سره اوس اوس ليدنې کړي اؤ ورته وئيل شوي دي چې دامن تړون کوم امکانات اوس ختم شوي دي.
افغان اؤ لويديزو چارواکو پوښتنه راولاړه کړې چې ايا دکومو مذاکرات کارو سره صدر حامد کرزى په رابطه کې ؤ ، هغوي دطالبانو دتحريک دمشر ملا محمد عمر سره اړيکې لرلې؟، دچا منظوري چې دامن دکوم تړون لپاره ضروري ده.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG