لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوچي کې دژمي لوبې نن پيل کيږي


.دافغانستان دصدر حامد کرزي په گډون دبيلا بيلو هيوادونو مشران هم ددغو لوبو کتلو دپاره روسيې ته رسيدلي دي.
.دافغانستان دصدر حامد کرزي په گډون دبيلا بيلو هيوادونو مشران هم ددغو لوبو کتلو دپاره روسيې ته رسيدلي دي.
پيښور- دروسيې په تاريخ کې په زيات لگښت دژمي دموسم لوبې (ونټراولمپکس) نن په سوچي کې په داسې حال کې پيل کيږي چې دغلته دترهه گرۍ دخطرو له امله امنيت سخت کړل شوى دى.
دسرمائي اولمپکس ٢٠١٤ء په نوم دغه مقابلې به تر ١٦ؤ ورځو روانې وي اؤ پکې کيدونکو ١٥ؤ لوبو کې به ٢٠٩٠ لوبغاړي د٩٨ تمغو دپاره مقابله کوي.
د لوبو دپرانستې دستوره به فشټ سټيډيم کې کيږي چرته چې دڅلويښت زرو کسانو دناستې گنجائش موجود دى.
.دافغانستان دصدر حامد کرزي په گډون دبيلا بيلو هيوادونو مشران هم ددغو لوبو کتلو دپاره روسيې ته رسيدلي دي.
په تيرو ورځو کې دروس دشمالي برخې قفقاز له لوري ددغه لوبو په مهال دبريدونو گواښونه هم شوي وؤ.
امريکا له وړاندې څخه خبردارى ورکړى دى چې روسيې ته په تلونکو جهازونو کې دټوتهـ پيسټونو دننه بمونو کې کاريدونکي شيان قاچاق کيدى شي، ځکه يې روس ته په تلونکو جهازونو کې ددغه رقم شيانو په وړلو بنديز لگولى دى.

Recommended

XS
SM
MD
LG