لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دامريکا استخباراتي مشر وائي کرزي نه په امنيتي تړون د لاسليک هيله نۀ لري


صدر حامد کرزي په دغه تړون دلاسليک کولو لپاره امريکا ته طالبانو سره دافغان حکومت دخبرو شروع کولو شرط ايښى.
صدر حامد کرزي په دغه تړون دلاسليک کولو لپاره امريکا ته طالبانو سره دافغان حکومت دخبرو شروع کولو شرط ايښى.
د امريکائي استخباراتو مشر جيمز کليپر دنهې په ورځ وئيلي دي هغه داسې هيله نۀ کوي چې گنې افغان صدر حامد کرزى به امريکا سره په هاغه امنيتي تړون لاسليک وکړي چې افغانستان کې د٢٠١٤م څخه وروستو هم دځينو امريکائي پوځيانو دپاتې کيدو اجازت ورکوي.
واشنگټن بيا بيا په صدر حامد کرزي دکابل اؤ واشنگټن ترمينځ په دوه اړخيزه امنيتي تړون ( بي ايس اى) دلاسليک کولو غږ کړى .
صدر حامد کرزي په دغه تړون دلاسليک کولو لپاره امريکا ته طالبانو سره دافغان حکومت دخبرو شروع کولو شرط ايښى.
خو دملي استخباراتو ډائريکټر جيمز کليپر دسينيټ پوځي خدماتو کميټۍ ته وئيلي دي چې هغه دا هيله پريښودې چې گنې صدر کرزى به ددغه تړون تائيد وکړي اؤ زياته کړې يې ده باور نۀ کوي چې کرزى به په دې لاسليک وکړي.
کله چې سينيټر کارل ليون، څوک چې دکميټۍ چئيرمين دى، دکليپر څخه وپوښتل چې ايا دا به غوره وي چې دامريکا حکومت په افغانستان کې داپريل دمياشتې دټاکنو څخه وروستو بل صدر ته ددغه تړون دلاسليک کولو لپاره انتظار وکړي نو هغه وويل دغه به يوه دپاليسۍ فيصله وي اؤ زياته يې کړه چې دغه رقم گام يوه گټوره اغيزه لرلى شي.
امريکا غواړي دسږکال په اخره کې افغانستان څخه دبهرنو ځواکونو دوتلو وروستو هم دالقاعده سره دتړلو جنگيالو په ضد کارروائيو اؤ افغان پوځ ته دتربيت ورکولو لپاره په دغه هيواد کې خپل خواؤشا لس زره پوځيان پاتې کړي.
دکليپر وينا ده چې دامنيتي تړون په لاسليک کولو کې ځنډ په افغانانو کې بې باوري پيدا کړې اؤ دهغوي ترمينځ يې اعتماد ته زيان رسولى.
دغه اوريدنې ته ددفاعي استخباراتي شبکې مشر ليفټننټ جنرال مائيکل فليئن وويل افغان پوځ معتدلانه پرمختگ کړى، خو دلاجسټکس، فضائي ټرانسپورټ اؤ خفيه معلوماتو راکړې ورکړې په اړه نړيوالې مرستې ته اړتيا لري.
دځانگړو کارروائيو دکمانډ مشر ايډمرل وليئم مکراون دنهې په ورځ ديوې دستورې په مهال وئيلي دي چې امريکائي پوځ ته په افغانستان کې يو مهم کردار لوبول دي، چې پکې افغان پوځ ته دصلاح مشورو ورکولو اؤ ترهه گرۍ په ضد عمليات کول شامل دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG