لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې امن مذاکرات اؤ ترهگري څنگ په څنگ


خو د امن د هڅو په دغه ټول عمل کې کۀ چرته دواړه کميټۍ اولس ته په دې باور ورکولو کې بوخت دي چې دخبرو اترو به ښې نتيجې رااوځي نو هلته په پاکستان کې د بمي چاودنو اؤ خودکش حملو لړۍ يو ځل بيا تنده شوې ده
خو د امن د هڅو په دغه ټول عمل کې کۀ چرته دواړه کميټۍ اولس ته په دې باور ورکولو کې بوخت دي چې دخبرو اترو به ښې نتيجې رااوځي نو هلته په پاکستان کې د بمي چاودنو اؤ خودکش حملو لړۍ يو ځل بيا تنده شوې ده
په داسې حال کې چې په پاکستان کې حکومت د وسله والو طالبانو سره د روغې جوړې هڅې تندې کړي اؤ د دواړو خواؤ له لوري مذاکراتو دپاره ټاکل شوې کميټۍ اولس ته ډاډ ورکوي چې دغو خبرو اترو څخه بايد ښه توقعات وساتل شي په پاکستان کې يو ځل بيا د ترهگرۍ چټک شوې لړۍ خلک پريشانه کړي دي.
په 29مه جنورۍ دپاکستان وزيراعظم نوازشريف په قومي اسمبلۍ کې طالب وسله والو سره د خبرو اترو دپاره ديوې څلورکسيزه کميټۍ جوړولو اعلان کړى ؤ چې په دغه کميټۍ کې د قومي چارو په اړه د وزيراعظم صلاح کار عرفان صديقي، د پاکستان د استخباراتي ادارې ايي ايس ايي يو پخوانى ميجر عامر، په پاکستان کې د افغانستان پخوانى سفير رستم شاه مهمند اؤ د نوميالي صحافي رحيم الله يوسفزئ شامل دي.
د حکومت ددغه کميټۍ سره مذاکراتو دپاره طالبانو هم له خپل لوري يوه کميټي اعلان کړې وه چې په هغې دپاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان، د جمعيت علماء اسلام نامتو مشر مفتي کفايت الله، د لال جومات پخوانى خطيب مولوي عبدالعزيز، د جمعيت علماء اسلام د خپلې ډلې مشر مولانا سميع الحق اؤ د جماعت اسلامي د خيبرپښتونخوا صوبې مشر پروفيسر محمد ابراهيم شامل وؤ .
وروستو د ځينو سياسي وجوهاتو له امله عمران خان اؤ مفتي کفايت الله په دغه کميټۍ کې د گډون نۀ کولو اعلان وکړو اؤ مولانا عبدالعزيز شرط ايښى دى چې ترڅو دپاکستان حکومت په هيواد کې د شريعت د نفاذ اعلان نۀ وي کړى هغه به ترهغې مذاکراتو کې برخه نۀ اخلي اؤ دغسې د طالبانو کميټي اوس عملاً درې کسيزه پاتې شوې ده .
ددغو دواړو کميټو ترمينځ تردې دمه يوه رسمي اؤ يوه غير رسمي غونډه شوې ده اؤ د طالبانو لخوا ټاکل شوې کميټۍ يوه غونډه په نامعلوم مقام کې د طالبانو سره هم کړې ده اؤ دهغوئ په غوښتنو يې نۀ يواځې ځان خبر کړى بلکې د حکومت ارادې يې ورته هم ښکاره کړي دي.
خو د امن د هڅو په دغه ټول عمل کې کۀ چرته دواړه کميټۍ اولس ته په دې باور ورکولو کې بوخت دي چې دخبرو اترو به ښې نتيجې رااوځي نو هلته په پاکستان کې د بمي چاودنو اؤ خودکش حملو لړۍ يو ځل بيا تنده شوې ده اؤ يواځې په خيبرپښتونخوا صوبه کې په روانه مياشت کې ترسره شوؤ 15ؤ چاودنو کې 59ؤ کسانو خپل ژوند دلاسه ورکړى دى .
همدغه شان په سندهـ، پنجاب اؤ بلوچستان صوبو کې هم په دې دوران کې د ترهگرۍ په بيلابيلو پيښو کې گڼ شمير کسان وژل شوي دي .
دپاکستان خلک په هيواد کې دترهگرۍ د پيښو دغه وروستي بهير پريشانه کړي اؤ په زياترو اولسي محفلونو کې خلک د يو بل نه پوښتنې کوي "چې دا لوبه بيا ولې ګرمه شوه ؟"
د لوبې د گرميدو علتونه کۀ هرڅه دي خو مذاکراتو دپيل نه تر دې دمه چې اولس کوم بدلون د شوؤ خبرو په نتيجه کې محسوسوي نو هغه يواځې دادى چې وړاندې به د زياترو خودکش حملو اؤ بمي چاودنو پړه دپاکستاني طالبانو تحريک په غاړه اخستې اؤ اوس ترې انکار کوي .
د زيارت په ورځ د سندهـ صوبې په دارالحکومت کراچۍ کې د پوليس په يوبس د ترسره شوې چاودنې نتيجه کې د 12ؤ پوليس عسکرو د وژل کيدو څخه وروستو دپاکستان دکورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان ميډيا سره خبرو کې وئيلي "مذاکرات اؤ ترهگري په يو ځايې مخ په وړاندې نۀ شي تللى"
دکورنو چارو د وزير دغه جمله ښايي چې حکومت که په روانو خبرو قام ته د اطمينان ډاډ ورکوي خو پخپله د مذاکراتو د روان عمل څخه زيات مطمئين نۀ دى.
دپاکستان پيپلز پارټۍ نوميالي مشر سناتور اعتزاز حسن خو بيا هډو ددغو خبرو څخه هيڅ ښه اميد نۀ لري اؤ وايي د طالبانو لخوا خبرو ته د شريعت په نوم د کښيناستو مقصد خپل بندي ملگري په حکومت خوشې کول دي.
تيره ورځ صحافيانو ته ښاغلي اعتزاز خپله وينا کې وئيلي وؤ "دا مهال پاکستان کې طالبانو سره طالبان په خبرو بوخت دي اؤ قام ددې مذاکراتو نه په ډډه ساتل شوى دى"
د اعتزاز احسن لخوا د دواړو خواؤ په ټاکل شوؤ کميټيو نيغ په نيغه دغه نيوکه پخپل ځايې خو دپاکستان په قامي اسمبلۍ کې د اپوزيشن گوندونو مشر خورشيد شاه هم د زيارت په ورځ کراچۍ کې په پوليسو د شوي بريد څخه وروستو وئيلي چې اوس د مذاکراتو عمل ورځ تر ورځه بې معنې کيږي.
خو د طالبانو دکميټې يو غړي رستم شاه مهمند بيا وئيلي دي هغه د مذاکراتو د رفتار څخه مطمئين دى اؤ د امن عمل د طالبانو مخالفين تالا ترغۍ کول غواړي خو پروفيسر ابراهيم نۀ ده په ډاگه کړې چې د طالبانو مخالفين د هغوئ هاغه ملگري دي چې حکومت سره د خبرو طرفدار نۀ دي که نور قوتونه ؟
د ترکي په سفر تللي دپاکستان وزيراعظم ميانوازشريف کۀ هرڅو په ترکي کې وئيلي چې طالبانو ورته اوسنۍ ترهگرۍ کې د ککړو خلکو په ضد د گامونو اخستو باور ورکړى خو د وزيراعظم نوازشريف دغه خبرې پخپله ښايي چې په طالبانو کې اوس هم زياتره ډلې حکومت سره د خبرو پلوي نۀ دي اؤ غواړي چې د مذاکراتو پځايې د ټوپک په زور په حکومت خپل ټول شرائط ومني
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG