لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

درې فريقي غونډه کې په طالبانو افغان امن عمل کې دشامليدو غږ شوى


 غونډه کې په سيمه ييزو اؤ نړيوالو امنيتي چارو جامع اؤ گټورې خبرې شوي دي.
غونډه کې په سيمه ييزو اؤ نړيوالو امنيتي چارو جامع اؤ گټورې خبرې شوي دي.
پاکستان ، افغانستان اؤ ترکي په ټولو شکلونو کې دترهه گرۍ دمخنيوي دعمومي ارادې تکرارولو په ترڅ کې دسياسي هواري په ارزښت ټينگار کړى اؤ په افغان طالبانو يې امن عمل کې دشامليدوغږ کړى دى.
په انقره کې ددرې فريقې اتمې غونډې په پايې کې جاري شوې گډه اعلاميه کې افغانستان کې دتلپاتې امن باوري کولو لپاره دافغانستان دائين په حدودو کې دسياسي هواري په ارزښت ټينگار شوى.
دانقرې په غونډه کې دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف، دافغانستان صدر حامد کرزي، دترکي صدر عبدالله گل اؤ وزيراعظم طيب اردگان برخه اخستې وه، چې ورسره داړونده خارجه وزارتونو اؤ امنيتي چارواکي هم شامل وؤ.
غونډه کې په سيمه ييزو اؤ نړيوالو امنيتي چارو جامع اؤ گټورې خبرې شوي دي.
غونډه کې په دې خبره اتفاق وکړى شو چې دټولې سيمې دثبات اؤ امن لپاره افغانستان کې امن اؤ ثبات زيات ضروري دى اؤ ددې خبرې تکرار يې کړى چې پاکستان اؤ ترکي افغانستان کې ديو والي اؤ ثبات برقراره ساتلو ته زيات ارزښت ورکوي.
غونډه کې دپاکستان اؤ افغانستان ترمينځ ددوه اړخيزو اړيکو دمثبت رفتار هرکلى اؤ ددې خبرې اراده وشوه چې دغه رفتار به دافغانستان دصدارتي اؤ صوبائي کونسل دټاکنو په مهال دسازگار ماحول ودې لپاره دمرستې په ذريعه گټور جوړولى شي.
غونډه کې افغانستان کې دسياسي اقتدار دکامياب انتقال لپاره دروان انتخابي عمل په اړه دمناسب امنيتي ماحول په ضرورت ټينگار وشو.
غونډه کې وويل شول چې نړيواله ورورولي دې دافغان امن عمل دملاتړ لپاره خپل کردار دوامداره وساتي.
غونډه کې دپاکستان اؤ افغانستان ترمينځ په مرستې سيوا کولو اؤ افغان صدارتي اؤ دصوبائي کونسل دټاکنو په مهال دضروري امنيتي ماحول اؤ دامن اؤ جوړجاړي عمل ملاتړ کې په عملي گامونو زور ورکړل شو اؤ په دې خبره ټينگار وشو چې بايد دپاکستان اؤ افغانستان ترمينځ دپولې دموثره انتظام لپاره نزدې رابطه کار سيوا شي.
غونډه کې دپاکستان له لوري ددرج شوؤ افغان کډوالو دقيام په موده کې تر ٣١م دسمبر ٢٠١٥م دپراختيا کولو فيصله وستائيل شوه اؤ نړيوالې ورورولۍ څخه غوښتنه وشوه چې دافغان کډوالو په عزت سره افغانستان ته واپسۍ لپاره دې ددواړو هيوادونو مرسته وکړي.
داتمې درې فريقې غونډې څخه وروستو په انقره کې ددريواړو هيوادونو مشرانو يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال دغونډې په نتيجه داطمينان څرگندونه وکړه.
دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف په دغه موقع دافغانانو په مشرۍ دامن اؤ جوړجاړي عمل کې دپاکستان ژمنه تکرار کړه اؤ وې وئيل دافغانانو لپاره وخت رارسيدلى چې يو موټى شي اؤ پخپل هيواد کې امن پځايې کړي اؤ جوړ يې کړي.
نواز شريف هيله څرگنده کړه چې افغانان به په ټولو ستونزو قابو بيامومي اؤ زياته يې کړه چې پاکستان به ديو پرامنه افغانستان لپاره دامن عمل کې اسانتيا ورکول جاري ساتي.
هغه وويل په گډه سره دپاکستان اؤ افغانستان په اړيکو کې يو نوى باب رقم کوؤ اؤ زياته يې کړه حکومت به يې افغانستان سره دښو گاونډي اړيکو لپاره مخلصانه هڅې دوامداره ساتي.
کله چې دافغان صدر حامد کرزي څخه پوښتنه وشوه چې ايا پاکستان اؤ افغانستان کې ديو بل درياستي اؤ غيررياستي عناصرو دمداخلت په اړه هم بحث وشو نو هغه وويل په دغو معاملو په تفصيل سره بحث شوى.
افغانستان کې دپاکستاني طالبانو دمشر مولانا فضل الله دموجودگۍ په اړه حامد کرزي وويل دغه دکارروايۍ دنۀ کيدو نتيجه اؤ دطالبانو اؤ ترهه گرو له لوري دافغان خاورې خلاف ورزي ده، خو زياته يې کړه چې څنگه دهمکارۍ معامله مخ په وړاندې ځي نو دواړه خواوې به ددغه معاملې دهوارولو جوگه شي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG