لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال راحيل شريف وائي پوځ دگواښونو دمخنيوي کوټلى توان لري


 دپوځ سرلښکر وويل په مستقبل کې هم دهر چيلنج مقابلې ته تيار يو.
دپوځ سرلښکر وويل په مستقبل کې هم دهر چيلنج مقابلې ته تيار يو.
پيښور_ دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف دجمعې په ورځ دترهه گرۍ اؤ تندلاريتوب دمخنيوي په اړه دوسله والو پوځونو په توان دشک کولو تاثر رد کړى اؤ وئيلي يې دي چې پوځ دهيواد دسلامتۍ دتحفظ اؤ دفاع مکمل توان لري.
په ډاگه دې وي چې يوه ورځ دمخه دپاکستاني فضائيې دجيټ الوتکو څخه شمالي وزيرستان کې دوزيرعظم نواز شريف په اجازت دترهه گرو په ځالو اؤ تربيتي مرکزونو ترسره شوؤ بريدونو کې د٤٠ؤ څخه زيات جنگيالي وژل شوي وؤ اؤ پاکستاني طالبانو نن وئيلي هغوي دوزيرستان دبمبارۍ باوجود حکومت سره خبرو ته تيار دي.
خيبرپښتونخوا کې دايف سي هيډکوارټر کې موجودو عسکرو ته پخپله وينا کې دپوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف وويل بايد په دې اړه څوک شک ونۀ لري چې دپاکستان وسله وال پوځونه دهرې جگړې دمقابلې کولو اؤ دخوږ وطن ثبات اؤ سالميت ته دپيښو کورنو اؤ بهرنو خطرو دمخنيوي کوټلى توان لري
دروانې مياشتې په پيل کې دپاکستاني پارليمان برني ايوان(سينيټ) کې په ټي وي دمخالفې سياسي ډلې پاکستان تحريک انصاف دمشر عمران خان دهاغه مرکې په اړه تود بحث شوى ؤ چې پکې هغه دتندلارو په ضد دگامونو اخستو په اړه دپوځ په توان پوښتنه راولاړه کړې وه.
عمران خان په يوه مرکه کې په ډاگه کړې وه چې ديوې ليدنې په مهال وزيراعظم دپوځ دپخواني سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني له خُلې وئيلي وؤ دهيواد په قبائيلي سيمو کې دترهه گرو په ضد دپوځي عملياتو دکاميابۍ ٤٠ فيصده امکان دى.
جنرال راحيل دپاکستاني پوځ دلوړ مورال ستائينه وکړه اؤ وې وئيل چې ټول قام دترهه گرۍ په ضد جگړه کې دپاکستاني پوځ دقربانو اعتراف کوي، کوم چې هيواد څخه دترهه گرۍ دله مينځه وړلو دقومي عمل يوه برخه ده اؤ زياته يې کړه چې دغه قربانۍ به بې ځايه نۀ ځي.
په بيلا بيلو عملياتو کې دوسله والو پوځونو دکاميابو ديادونې کولو په ترڅ کې جنرال راحيل دټولو عسکرو اؤ قانون نافذونکو ادارو هڅې اؤ اراده وستائيله ، چاچې دتندلاريتوب ځپلې زياتره سيمې دمقامي ابادۍ اؤ ټول قام په مرستې سره پاکې کړي دي.
دپوځ سرلښکر وويل په مستقبل کې هم دهر چيلنج مقابلې ته تيار يو.
دپاکستان دکورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان تيره ورځ ديو مطبوعاتي کانفرنس په مهال وئيلي وؤ چې په ټول هيواد کې دترهه گريزو حملو په تناظر کې به دپاکستاني طالبانو تحريک سره خبرې مخ په وړاندې وړل ددغو حملو دښکار کسانو سره بې انصافي وي اؤ زياته کړې يې وه وزيراعظم نواز شريف اؤ پوځ دترهه گريزو حملو په موجودگۍ کې دخبرو دجاري ساتلو اراده نۀ لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG