لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

گوگل ته يوټيوب څخه د اسلام ضد فلم د لرې کولو امر


په دغه فلم کې کارکوونکې يوې هنرمندې سنډي لي گارشيا په امريکا کې محکمې ته درخواست کړى ؤ چې ددغه فلم د جوړولو په مهال هغې ته نۀ وؤ وئيل شوي چې دا به د اسلام مخالف فلم وي
په دغه فلم کې کارکوونکې يوې هنرمندې سنډي لي گارشيا په امريکا کې محکمې ته درخواست کړى ؤ چې ددغه فلم د جوړولو په مهال هغې ته نۀ وؤ وئيل شوي چې دا به د اسلام مخالف فلم وي
د امريکا يوې محکمې گوگل ته امر کړى چې هغه بايد د ويډيوگانو د شريکولو خپلې ويب پاڼې يوټيوب څخه اسلام ضد فلم اخوا کړي.
په کال 2012ء کې په يوټيوب د "انوسنس اف مسلمز " نومې ددغه فلم د برخو په يوټيوب دمخې ته راتلو څخه وروستو دپاکستان په گډون د نړۍ يو شمير هيوادونو کې ددې په ضد سخت غبرگون ښودل شوى ؤ اؤ په دغه تناظر کې د ليبيا په بن غازي کې په امريکايي قونصلگرۍ شوي بريد کې د سفيرپه گډون څلور امريکايان وژل شوي وؤ.
همدغه راز پاکستان کې هم ددغه ويډيو ښودل کيدو په ضد سختې احتجاجي مظاهرې شوې وې چې پکې د 17ؤ کسانو د وژل کيدو ترڅنگ په لويه پيمانه ماته گوډه هم رامينځته شوې وه.
په پاکستان کې حکومت د اسلام ضد فلم لۀ امله په يوټيوب هاغه مهال بنديز لگولى ؤ چې تر دې مهاله دغه بنديز برقراره دى.
په دغه فلم کې کارکوونکې يوې هنرمندې سنډي لي گارشيا په امريکا کې محکمې ته درخواست کړى ؤ چې ددغه فلم د جوړولو په مهال هغې ته نۀ وؤ وئيل شوي چې دا به د اسلام مخالف فلم وي اؤ داسې هغې سره د شوې ټگۍ وروستو د هغې ژوند د گواښ سره مخ شوى دى ځکه دغه فلم دې د يوټيوب څخه لرې کړل شي.
په دغه درخواست د سان فرانسسکو نائينته يو ايس سرکټ کورټ د گوگل چارواکو ته امرکړى چې بايد يوټيوب څخه اسلام ضد فلم لري کړي.
له دې وړاندې ددغه فلم د لرې کولو په اړه د گوگل چارواکو دامريکايي صدر براک اوباما په گډون د گڼو نړيوالو مشرانو غوښتنې رد کړي دي اؤ دريځ يې خپل کړى ؤ چې دغه فلم لرې کول به د رايې په څرگندونه د قدغن ايښودو په معني وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG