لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني طالبانو حکومت سره دډزبندۍ اعلان کړى


طالب وياند وويل دنيکو مقصدونو اؤ بشپړه سنجيدگۍ سره طالبانو دحکومت سره خبرې پيل کړي دي
طالب وياند وويل دنيکو مقصدونو اؤ بشپړه سنجيدگۍ سره طالبانو دحکومت سره خبرې پيل کړي دي
دپاکستاني طالبانو تحريک په داسې حال کې دحکومت سره ديوې مياشتې دپاره په غيرمشروط ډول دجنگ بندۍ اعلان کړى دى چې دامنيتي ځواکونو له لوري په شمالي وزيرستان کې دطالبانو په ضد دپوځي عملياتو دپيل کيدو گنگوسۍ خورې شوي دي.
دخالي په ورځ دپاکستاني طالبانو دتحريک وياند شاهدالله شاهد دنامعلوم مقام څخه ميډيا سره په ټيليفوني خبرو کې وئيلي دي دهغوي تنظيم کې هره پريکړه دشورا په اتفاق اؤ د امير په تائيد کولى شي اؤ دډزبندۍ دغه پريکړه هم هغوي دشورا اؤ امير په وينا کړې ده.
طالب وياند وويل دنيکو مقصدونو اؤ بشپړه سنجيدگۍ سره طالبانو دحکومت سره خبرې پيل کړي دي اؤ حکومت دمذاکراتو په عمل کې دپيدا شوي کړکيچ دختمولو اؤ دجنگ بندۍ دپاره دطالبانو لخوا مذاکراتي کميټۍ ته دورکړل شوؤ وړانديزونو مثبت جواب ورکړى دى.
هغه وويل حکومت ورته باور ورکړى دى چې دهغوي په تجويزونو به عمل درامد کولى شي ، همدغه وجه ده چې طالبانو هم پخپل دريځ کې زياته نرمي راوستې ده.
وياند وويل دپاکستاني طالبانو تحريک دهيواد داکابرينو اؤ علماء کرامو په غوښتنه دطالبانو دمذاکراتي کميټۍ په درناوي اؤ دهيواد اؤ اسلام په گټه کې ديوې مياشتې دپاره دډزبندۍ اعلان کوي اؤ دډزبندۍ دغه پريکړه به طالبانو پسې تړل شوي دهغوي ټول واړۀ تنظيمونه مني.
هغه په دغه مهال په پاکستاني طالبانو پسې مربوط ټولو وړو تنظيمونو ته وئيلي چې بايد حکومت سره دډزبندۍ دپريکړې درناوى وکړي اؤ تر يوې مياشتې دې هيڅ لاس پښه نۀ وهي.
په پاکستان کې تيره مياشت دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ دخبرو اترو عمل وروستو له هغې په ټپه اودريدلى ؤ چې طالبانو په کراچۍ کې د١٣ؤ عسکرو اؤ مهمند ايجنسۍ کې د٢٣ؤ ايف سي اهلکارو دوژنې پړه په غاړه اخستې وه.
دپاکستان حکومت طالبانو څخه له دې وړاندې څو کرته غوښتنې کړې وې چې بايد دمذاکراتو په مهال پرته له کوم شرط څخه ډز بندۍ ته غاړه کيږدي ، خو هرکله چې دتيرې يوې اوونۍ راهسې دپاکستاني طالبانو په مضبوط مرکز شمالي وزيرستان کې دامنيتي ځواکونو له لوري دطالبانو په ضد په نااعلانه ډول عمليات پيل شول ، نو طالبانو وروستو له هغې دډزبندۍ اعلان وکړو.
تيره اوونۍ اسلام اباد کې دوفاقي کابينې غونډه کې دپاکستاني طالبانو په تحريک په يو اړخيزه اؤ غيرمشروط ډول داوربند غږ کړى ، خو طالبانو ددغه غوښتنې منلو څخه انکار کړى ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG