لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د موسيقۍ د ازادۍ ورځ اؤ د پښتنو فنکارانو بوگنوونکى حالت


په پاکستان کې دترهه گرۍ او تندلاريتوب په ضد په روانه جگړه کې چې تر ټولو زيات زيان کومې څانگې ته اوښتى هغه موسيقي ده.
په پاکستان کې دترهه گرۍ او تندلاريتوب په ضد په روانه جگړه کې چې تر ټولو زيات زيان کومې څانگې ته اوښتى هغه موسيقي ده.
نن د مارچ په دريمه نيټه د پاکستان په شمول د نړۍ يو شمير هيوادونو کې د موسيقۍ د ازادۍ ورځ په داسې حال کې نمانځل کيږي چې په خيبرپښتونخوا صوبه کې د سندرو وئيلو په جرم گڼ شمير هنرمندان تر دې مهاله وژل شوي يا هم د گواښونو لاندې نيول شوي دي.
ټاکل شوې ده د نړۍ د نورو برخو په څير به نن پيښور اؤ د صوبې نورو برخو کې د موسيقۍ دازادۍ د ورځې په موقعه يو شمير دستورې کيږي چې پکې به مقررين د موسيقۍ په وده اؤ موسيقۍ ته د پيښو گواښونو په اړه د خپلو خيالاتو څرگندونه کوي.
په پاکستان کې دترهه گرۍ او تندلاريتوب په ضد په روانه جگړه کې چې تر ټولو زيات زيان کومې څانگې ته اوښتى هغه موسيقي ده.
په ځانگړي ډول دخيبرپښتونخواپه سرښار پيښور ، چارسده ، مردان ، کوهاټ ، ډيره اسماعيل خان ، بنو او گڼو نورو سيمو کې تر دې مهاله تندلارو يو شمير دټنگ ټکور دکاروبار دوکانونه په بمونو الوځولي او سندرغاړي يا دهنر دنړۍ سره تړلي نور هنرمندان يې د بريدونو لاندې نيولي دي.
د پښتو ژبې دوه نوميالۍ زنانه سندرغاړې ايمن اداس اؤ غزاله جاويد د سندرو وئيلو په جرم وژل شوي اؤ گڼ شمير نورو هنرمندانو باندې هم وژونکي بريدونه شوي اؤ يا هم د مرگ د گواښونو لاندې نيول شوي دي.
د پښتو ژبې تکړه سندرغاړې صائمه ناز وايي " دلته چې کوم حالات روان دي په دې کې يقيناً چې يو فنکار دپاره فن سره وابسته پاتې کيدل خپل ژوند سره د لوبو کولو برابر خبره ده"
وائس اف امريکه ډيوه راډيو سره خبرو کې صائمه ناز وويل " پښتون فنکار د هر طرفه مشکلاتو سره مخ دى ، نۀ خو په ډاډه زړۀ پروگرامونو ته تللى شي اؤ نۀ يې په حکومتي سطح سرپرستي کيږي"
هغې وويل پکار ده چې حکومت پښتنو فنکارانو ته د تحفظ ورکولو ترڅنگ د فن د ودې دپاره هم عملي گامونه واخلي .
د هغې په وينا" زمونږ د فنکارانو اکثريت د غريبې طبقې سره تعلق لري ، حکومتونه د فن اؤ فنکار د مرستې دعوې کوي خو مونږ ته په عملي ژوند کې هيڅ حکومتي سرپرستي نۀ ده حاصله"
د پښتو يو بل ځوان سندرغاړي ظفر اقرار ډيوه راډيو ته وويل" دا ډيره عجيبه ده چې نن به نړۍ کې خلک د موسيقۍ د ازادۍ خبره کوي ، خو په دې ورځ داسې څوک نشته چې د پښتون فنکار سره کښيني اؤ د هغه نه پوښتنه وکړي چې ستا ژوند اؤ فن په کوم ډگر ولاړ دى ؟ "
ښاغلي اقرار زياته کړه چې د تيرو ديارلسو کالو راهسې د پښتنو په خاوره کوم اور بل دى ، ددې نه کۀ هيڅوک محفوظ نه دي پاتې شوي خو زيات نقصان يې فن اؤ فنکار ته اړولى دى ، ځکه چې خلکو وليدل چې دلته په فن څومره قدغنونه کيښودل شول، فنکاران وژلى شول، حملې پرې وشوې ، بچي اؤ کورنۍ يې د گواښونو سره مخ شوې خو بياهم پښتنو فنکارانو خپل همت نۀ دى بائيللى اؤ په دې سختو حالاتو کې يي هم د فن خدمت جاري ساتلى دى.
ښاغلي ظفراقرار وويل دلته د فن د ودې دپاره ډيرو گامونو اخستو ته اړتيا ده چې اوله پکې د فنکارانو د ژوند اؤ معاشي تحفظ خبره ده .
هغه زياته کړه په حکومتي کچ د فنکارانو د روزنې ، د نورو ملکونو سره د پښتنو فنکارانو د رابطې جوړولو، نوو فنکارانو ته د وړاندې تگ د موقعو ورکولو ، هغوئ سره د البمونو په جوړولو کې د مرستې کولو ضرورت دى.
دخيبر پښتونخوا صوبې د ثقافت وزير شاه فرمان هم دا مني چې په خيبرپښتونخوا کې فنکاران د مشکلاتو سره مخ دي خو هغه وايي چې د پاکستان تحريک انصاف صوبايي حکومت د فنکارانو د مشکلاتو څخه بې خبره نه دى اؤ د هغوئ د ستونزو د هواري اؤ د فن د ودې دپاره تر خپله وسه ټول گامونه اخلي .
ډيوه راډيو سره خبرو کې هغه وويل په دې خاوره چې کوم حالات د تيرو څو کلونو راهسې مسلط دي هغې د ژوند ټولې طبقې ځپلې دي اؤ فنکاران بيا په خصوصي ډول زيات ځپل شوي دي همدغه وجه ده چې مونږ وايو اول دې په دې خاوره کې د امن دټينگښت دپاره گامونه واخستل شي اؤ چې هرکله امن راشي نو بيا د هر کار ناممکن دى ، د فن د ودې دپاره به هم پخپله لاره هواره شي.
دامهال چې په دې سيمه کې دترهگرۍ په ضد کومه جگړه په مخکې وړل کيږي متاسفانه چې په هغې کې ټول په ټوله پام د وسلو اؤ ميډيا استعمال ته گرځول شوى دى خو دهنر اؤ په ځانگړي ډول دپښتوموسيقۍ له لارې دتندلاريتوب دمخنيوي اؤ دترهگرۍ دلۀ مينځه وړلو هيڅ رقم هڅې نۀ دي شوي.
حالانکې دپښتوموسيقۍ لمنه دومره پراخه اؤ توانداره ده چې خلک دټوپک پځايې مينې ته راوگرځوي.
د١١م ستمبر دپيښو څخه دمخه چې په پاکستان کې دتندلاريتوب گواښونه دهنرمندانو په وړاندې څيلمه نۀ وؤ دپښتونخوا په بيلا بيلو سيمو کې دموسيقۍ سره دتړلو هنرمندانو خپلې بالاخانې يا دفترونه وؤ، چې هر وخت به پکې دسازاو اواز دنيا گرمه وه.
همدغه راز په ودونو ، ښادو او نورو مهمو موقعو به په هوټلونو، حجرو ، بيټکونو او هالونو کې دموسيقۍ پروگرامونه ترسره کيدل چې پکې به نامتو سندرغاړو پخپلو خوږو اوازونو دخلکوغمونه غلطول.
خو نن نۀ يواځې له ويرې هنرمندان دغه رقم محفلونو ته دورتگ څخه ډډه کوي بلکې عام خلک هم دتندلاريتوب دگواښونو له امله دخپلو ودونو او ښادو په موقع دموسيقۍ دمحفلونو جوړولو څخه ويريدلي او نۀ شي کولى خپلې ښادۍ يا مهم محفلونه په ټنگ ټکور گرم وساتي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG