لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ښځو د حقونو په چغو کې ولاړه بې وسه پښتنه ميرمن


خو په کليوالو سيمو کې نن هم ډيرې ښځې داسې شته چې هغوئ د خپلو ټولو بنيادي حقونو څخه محرومې ساتل شوي دي
خو په کليوالو سيمو کې نن هم ډيرې ښځې داسې شته چې هغوئ د خپلو ټولو بنيادي حقونو څخه محرومې ساتل شوي دي
نن دپاکستان په گډون په ټوله نړۍ کې د ښځو ورځ په داسې حال کې نمانځل کيږي چې دپاکستان په قبائيلي سيمو کې ميشته گڼ شمير قبائيلي ميرمنې د زياتو ذهني فشارونو له امله په ذهني ناروغو کې مبتلا شوي دي.
د کلونو راهسې په دې ورځ د حکومتونو، مدني ټولو اؤ غيردولتي سازمانونو په تابيا د ښځو د حقونو دپاره غږ پورته کيږي.، غونډې، سيمنارونه اؤ لاريونونه کيږي خو دپاکستان په خيبرپښتونخوا اؤ قبائيلي سيمو کې د ښځو په ژوند کې کوم واضحه فرق نۀ ليدل کيږي اؤ نن هم کۀ چرته په پښتنه ټولنه کې د تعليم، روزگار اؤ صحت په حواله ميرمني د ستونزو سره مخ دي نو هلته په جائيداد کې د وراثت د حق څخه هم محرومې ساتل شوي دي.
د صحافت په ميدان کې اوږده سابقه لرونکې ميرمن انيلاشاهين وايي هر څو کۀ هغه يوه لوستې جينۍ ده، د کور د خلکو په خوښه صحافت کوي خو کله چې سحر د کوره د ډيوټۍ دپاره رااوځي نو پوهيږي چې د هغې په چم گاونډ کې ميشته سړي ورته په ښه نظر نۀ گوري اؤ په دې خبره خفه وي چې دا ولې د کوره اوځي.
وائس اف امريکا ډيوه راډيو سره خبرو کې انيلا شاهين وويل په دې کې شک نشته چې د يوېشتمې پيړۍ ښځه اوس ډيره مخکې تللې ده اؤ د ژوند په هر مد کې يې خپل ارزښت په خلکو منلى دى خو په پښتنه ټولنه کې بيا هم ښځې د يو لړ مشکلاتو سره لاس اؤ گريوان دي .
هغې وويل هر څو کۀ نن د خيبرپښتونخوا په ښاري سيمو کې ښځې د امروزه ژوند په سرگرمو کې برخه اخلي، سکولونو، کالجونو ته ځي، په دفترونو کې خپلې ذمه وارۍ ترسره کوي خو په کليوالو سيمو کې نن هم ډيرې ښځې داسې شته چې هغوئ د خپلو ټولو بنيادي حقونو څخه محرومې ساتل شوي دي.
ميرمن شاهين زياته کړه "مونږ نن هم وينو چې زمونږ په زيات شمير کليوالو سيمو کې جينکۍ سکولونو ته نۀ پريښودل کيږي، کومې جينکۍ کۀ ډير په مشکله تعليم وکړي نو بيا يې څوک نوکرۍ کولو ته نۀ پريږدي، "
هغې زياته کړه دلته ښځه د دومره پابندو لاندې ساتل شوې ده چې کۀ بازار ته ځي کۀ ډاکټر ته مجبوره ده چې يا خو به ورسره سړى د کوره اوځي، کۀ سړى نه وي ماشوم به د ځان سره دکوره بوځي اؤ کۀ ماشوم هم نۀ وي نو بيا دکوره د وتلو صورت کې دمرگ غوندې د سخت ردعمل سره هم مخ کيدى شي.
په پيښور د نفسياتي ناروغو يو ماهر ډاکټر خالد مفتي وائس اف امريکا ډيوه ته وويل هغه ته چې څومره زنانه مريضانې ورځي په هغې کې د اتيا فيصده ميرمنو تعلق د قبائيلي سيمو سره وي چې د بيلابيلو فشارونو له امله په ذهني ناروغو کې مبتلا شوي وي.
ډاکټر مفتي وويل په قبائيلي سيمو کې روانو جنگونو اؤ بدامنۍ هم قبائيلي ميرمنې تر هر چا زياتې ځپلې اؤ ويرولي دي اؤ دغه ويرې يا صدمو د هغوئ ذهني توازن گډوډ کړى وي.
خالد مفتي زياته کړه په قبائيلي ميرمنو کې د ذهني ناروغو گڼ شمير علتونه دي . ترټولو مهمه خو داده چې په قبائيلي سيمو کې زياتره خلک د تعليم څخه محروم وي اؤ هغوئ ته چې کله ښځې ناروغه شي نو تر هغې يې ډاکټر ته نۀ ښايي تر څو چې د مرگ حالت ته رسيدلې نۀ وي.
نوموړي وويل زياتره وخت خو د سختې ناروغۍ باوجود قبائيلي ميرمنو ته د هغوئ د نارينه ؤ لخوا يواځې د نشې د گولو په ورکولو اکتفا کيږي.
داکټر مفتي وويل په وروستيو وختونو کې چې څومره د هغه په مشاهده کې راغلي نو زياتره قبائيلي ميرمنې ددې ويرې له امله چې بچي، خاوندان، يا خويندې وروڼه يې په جنگونو کې ونۀ وژل شي د ذهني ناروغو ښکار شوي دي.
همدغه شان د چا خپل خپلوان يا عزيزان چې په دغو جنگونو کې وژل شوي يا ژوبل شوي هغوئ هم د ذهني ناروغو سره مخ شوي دي.
نوموړي وويل زياتره قبائيلي ميرمنو خو د توپو، ډرون اؤ نورو درنو وسله په خوفناکو ډزو کې خپل حملونه هم ضائع کړي دي .
د خالد مفتي په قول "دا ډيره عجيبه ده چې هرکال په اتم مارچ حکومتونه اؤ اين جي اوز د ښځو د حقونو دپاره نعرې سورې وهي خو په ميدان هاغه څه نۀ ښکاري چې د ښځو ژوند کې د مثبت بدلون راوستو باعث وي "
نوموړي وويل تردې مهاله په ټولو قبائيلي سيمو کې يو نفيساتي ناروغو روغتون يا ډاکټر وجود نۀ لري بايد چې د ښځو د حقونو لړکې د هغوئ صحت طرفته هم بشپړ پام وگرځول شي.
دافغانستان د پولې ترڅنگ د پاکستان د قبائيلي سيمې شمالي وزيرستان ميرام شاه سره تعلق لرونکې يوې قبائيلي ميرمنې چې دا مهال د امن د خرابې وضعې له امله په پيښور کې استوگنه لري د خپل نوم نۀ ښودلو په شرط وائس اف امريکه ډيوه راډيو ته پخپلو لنډو خبرو کې وويل "نور حقونه نۀ غواړو خو بچي دي راته نور نۀ قتلوي"
دغه پنځوس کلنه قبائيلي ميرمن له زياتې ويرې دې ته هم تياره نۀ شوه چې ووايي بچي ورله څوک قتلوي خو زياته يې کړه"هلته خو قيامت دى،تاسو نه وينئ ټول خلک يې تباه کړل '
ددغه قبائيلي ميرمنې اشاره د قبائيلي سيمو دننه د ترهگرۍ په ضد روانې هاغه جگړې ته وه چې تر دې مهاله پکې په لکونو قبائيلي وگړي زيانمن شوي دي.
د شمالي وزيرستان ايجنسۍ سره تعلق لرونکي نوميالي قبائيلي صحافي ناصر داوړ وائس اف امريکا سره خبرو کې وويل د ښځو د حقونو خبرې په ښاري سيمو کې اورو خو په قبائيلي سيمو کې وضعيت بيخي مختلف دى .
هغه وويل نن هم په گڼ شمير قبائيلي سيمو کې لوڼه په روپو خرڅولى اؤ په زوره وادۀ کولى شي. په وراثت کې حق نۀ ورکول کيږي اؤ په کورونو کې د داسې ناروا پابندو لاندې ساتل شوي چې حتي خبرې به هم د سړو د هداياتو په اساس کوي " په مزه خبرې کوه ، چې دکوره بهر يې څوک وانۀ وري، داسې قدم اخله اؤ هغسې ناسته کوه يعنې ناسته پاسته خبرې هرڅه به ښځې د سړو په خوښه کوي"
ناصر داوړ وويل د قبائيلي سيمو دننه په مشکله درې فيصده ميرمنې تعليم سرته رسوي اؤ ديرش فيصدو پورې ماشومانې پکې تر پرائمري پوري زده کړې ترلاسه کوي ځکه چې د پرائمري څخه وروستو کۀ چرې قبائيلي روايت جينۍ ته د کوره د وتلو اجازه نۀ ورکوي نو هلته بيا د لوړو زده کړو دپاره د تعليمي ادارو نشتوالى هم د قبائيلي ميرمنو په تعليم کې د وروستو پاتې کيدو يو عمده علت دى.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG