لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پيښور: د ډزبندۍ باوجود خودکش حمله کې 8 کسان مړۀ43 ژوبل


د پاکستان د حکومت اؤ وسله والو طالبانو ترمينځ د شوې ډز بندۍ په مهال په پيښور کې دا لمړى خودکش حمله ده چې پکې پوليس په نخښه کړل شوي خو زياته مرگ ژوبله پکې عام اولس ته اوښتې ده.
د پاکستان د حکومت اؤ وسله والو طالبانو ترمينځ د شوې ډز بندۍ په مهال په پيښور کې دا لمړى خودکش حمله ده چې پکې پوليس په نخښه کړل شوي خو زياته مرگ ژوبله پکې عام اولس ته اوښتې ده.

دجمعې په ورځ دپاکستان د خيبرپښتونخوا صوبې د سرښار پيښور په کليواله سيمه سربند کې د پوليسو په گاډي ترسره شوي ځانمرگي بريد کې لږ ترلږه8 کسان مړۀ اؤ د پوليس عسکرو په گډون 43 نور ژوبل شوي دي .
د پاکستان د حکومت اؤ وسله والو طالبانو ترمينځ د شوې ډز بندۍ په مهال په پيښور کې دا لمړى خودکش حمله ده چې پکې پوليس په نخښه کړل شوي خو زياته مرگ ژوبله پکې عام اولس ته اوښتې ده.
د پيښور دپوليسو يو لوړپوړي افسر يا ايس پي فيصل کريم وائس اف امريکا ډيوه راډيو سره خبرو کې وئيلي دغه ځان وژونکې حمله د سربند په بهټه تل بازار کې شوې چې مقصد يې د پوليسو بکتر بند گاډى په نخښه کول وؤ.
هغه وويل په سمدستي توگه پيښه کې د 7 ؤ کسانو د وژل کيدو اؤ25ؤ د ژوبليدو پخلى شوى دى.
خو د پيښور د ليډي ريډنگ هسپتال سرچينو ډيوه راډيو ته وويل تر دې مهاله دغه روغتون ته شپږ مړي اؤ 21زخميان رسول شوي چې په دغو زخميانو کې څلور پوليس عسکر، څلور زنانه اؤ شپږ ماشومان هم شامل دي.
سرچينې وايي دغه روغتون ته په رسؤل شوؤ زخميانو کې د شپږو حالت مرگونى دى.
همدغه شان د پيښور حيات اباد ميډيکل کمپليکس سرچينو ډيوه راډيو ته وويل دغه روغتون ته د دوؤ کسانو مړي اؤ 22 زخميان رسؤل شوي چې پکې د څلورو زخميانو حالت مرگونى دى چې له دې امله د مړو شمير کې د زياتوالي انديښنه ده.
د پيښې څخه سمدستي وروستو امدادي ډلې اؤ پوليس د پيښې ځايې ته رسيدلي اؤ مرستندويه فعاليتونه يې پيل کړي دي.
په ځانمرگي بريد کې گڼ شمير دوکانونو اؤ گاډو ته هم زيان رسيدلى دى.
تر دې مهاله ددغه پيښې ذمه واري چا په غاړه نۀ ده اخستې .
خود خيبرپښتونخوا صوبې د صحت وزير شوکت علي يوسفزئ وايي په دغه حمله کې هاغه قوتونه لاس لري چې نۀ غواړي په هيواد کې امن پځايې شي.
وائس اف امريکا ډيوه راډيو سره خبرو کې شوکت علي يوسفزئ وويل طالبانو د جنگ بندۍ اعلان کړى اؤ ددغه پيښې ذمه واري يې نۀ ده قبوله کړې ځکه نو دا ددې نه په ډاگه کيږي چې په دې خودکش حمله کې هاغه قوتونه لاس لري چې غواړي پاکستان دې مدام د جنگ اؤ بدامنۍ ډگر وي خو هغه ددغو قوتونو د نوم اخستو څخه ډډه وکړه.
هغه وويل هر څوک چې د بيگناه خلکو وينې يوئيوي غندنه يې پکار ده اؤ ددې نننۍ پيښې مقصد دامن روانو مذاکراتو ته د نقصان رسؤلو يو ناکامه کوشش دى .
په پيښور کې دغه ځانمرگي چاودنه په داسې حال کې شوې چې د وسله والو طالبانو اؤ حکومت ترمينځ د سولې دپاره خبرې اترې روانې دي اؤ طالبانو ديوې مياشتې د ډزبندۍ اعلان کړى خو د ډزبندۍ ددغه اعلان څخه وروستو هم دپاکستان گڼ شمير سيمو کې دبمي چاودنو پيښې رامينځته شوي چې طالبانو ورسره د لاتعلقۍ څرگندونه کړې ده.
په د امن مذاکراتو په مهال په پيښور کې په امنيتي ځواکونو دا لمړۍ خودکش حمله ده اؤ له دې وړاندې چې په پاکستان کې څومره هم خودکش بريدونه شوي په هغې کې د زياترو پړه دپاکستاني طالبانو تحريک په غاړه اخستې ده
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG