لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ميا افتخار وايي عمران ويريږي چې طالبان ترې خفه نۀ شي


د يوې پوښتنې په ځواب کې ميا افتخارحسين وويل عمران خان چې د طالبانو دپاره د دفتر پرانستو کومه غوښتنه کوي د هغې اساس دعمران خان هغه ويره ده چې طالبانو څخه يې لري.
د يوې پوښتنې په ځواب کې ميا افتخارحسين وويل عمران خان چې د طالبانو دپاره د دفتر پرانستو کومه غوښتنه کوي د هغې اساس دعمران خان هغه ويره ده چې طالبانو څخه يې لري.
د عوامي نيشنل پارټۍ نوميالي مشر اؤ د خيبرپښتونخوا د اطلاعاتو پخوانى وزير ميا افتخار حسين وايي په پاکستان کې د حکومت اؤ وسله والو طالبانو ترمينځ د روغې جوړې هڅو ته ځکه زيات ليواله کيدل نۀ دي پکار چې په دغو مذاکراتو کې هيڅ سنجيدگي په نظر نۀ راځي.
د زيارت په ورځ وائس اف امريکا ډيوه راډيو سره خبرو کې ميا افتخار حسين زياته کړې ده عوامي نيشنل پارټي د مذاکراتو کاميابي غواړي اؤ په دغه لړکې هرې مرستې ته هم تياره ده خو دغه خبرو پسې زياتې هيلې تړل ځکه نۀ دي پکار چې دواړه خواوې په مذاکراتو کې سنجيده نۀ دي.
هغه وويل طالبانو چې له خپله اړخه کومه مذاکراتي کميټي جوړه کړې ده په هغې کې د طالبانو خپل استازى شامل نۀ دى اؤ همدغه شان د حکومت په زړه کميټۍ کې هم نۀ خو کوم حکومتي چارواکى شامل ؤ اؤ نۀ يې په نوې کميټۍ کې کوم مخوريز کسان شامل دي.
د يوې پوښتنې په ځواب کې ميا افتخارحسين وويل عمران خان چې د طالبانو دپاره د دفتر پرانستو کومه غوښتنه کوي د هغې اساس دعمران خان هغه ويره ده چې طالبانو څخه يې لري.
نوموړي وويل عمران خان ويريږي چې هسې نۀ طالبان د هغۀ په خبرو خفه شي ځکه د طالبانو دپاره دفتر هم غواړي اؤ نورې يې هم په حق کې خبرې کوي خو دا چې عمران پخپله وايي طالبان د ٣٥ؤ څخه زياتې ډلې لري په دغسې حال کې به بيا عمران خان ته طالبانو دپاره دفتر نۀ بلکې روغ سيکرټريټ پرانستل وي اؤ دا به د رياست دننه د رياست جوړولو په معنى عمل وي.
هغه وويل عوامي نيشنل پارټي د باچا خان د عدم تشدد په فلسفه يقين لري اؤ زمونږ په نظر ستونزې کله هم په ټوپک نۀ هواريږي خو دا به هم لويه بزدلي وي چې څوک د حکومت واک چيلنج کوي، بې گناه خلک وژني اؤ حکومت د هاغو ترهگرو په ضد هيڅ گامونه نۀ اخلي.
د عوامي نيشنل پارټۍ دغه مشر زياته کړه د گوند اووۀ سوه غړي اؤ مشران يې ترهگرو ووژل چې پکې د هغه ايکي يو ځوي هم شامل دى خو عوامي نيشنل پارټۍ بيا هم د ترهگرو په وړاندې گونډې ماتې نه کړې اؤ بايد موجوده حکومت هم د خپل اولس د ژغورنې دپاره د ويرې پځايې زړور گامونه واخلي
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG