لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان ټولټاکنې ___ نوى صدر به څوک اؤ دکومو چيلنجونو سره مخ وي ؟


صدر حامدکرزى دانتخاباتو ددغه سيالۍ څخه ځکه بهر دى چې هغه دوه ځله دافغانستان پرله پسې جمهور رئيس پاتې شو اؤ په دريم ځل د هيواد اساسي قانون يا ائين انتخاباتو کې د برخې اخستو اجازه نۀ ورکوي
صدر حامدکرزى دانتخاباتو ددغه سيالۍ څخه ځکه بهر دى چې هغه دوه ځله دافغانستان پرله پسې جمهور رئيس پاتې شو اؤ په دريم ځل د هيواد اساسي قانون يا ائين انتخاباتو کې د برخې اخستو اجازه نۀ ورکوي
په افغانستان کې د نوي جهور رئيس د ټاکلو اؤ ولايتي شوراگانو دپاره انتخابي کمپائن سرته رسيدونکى دى اؤ ټاکل شوې ده په پينځم اپريل يعنې د راتلونکي خالي په ورځ به د درې نيمو کروړو څخه زيات افغانان دخپلې رايې له لارې د راتلونکو پينځوؤ کالو دپاره خپل نوى اولسمشر اؤ د ولايتي شوراگانو استازي منتخب کوي.
دغه کمپائن د تيرې فرورۍ د مياشتې د دوهمې نيټې څخه پيل شوى ؤ چې پکې د جمهوري رياست اؤ ولايتي شوراگانو کانديدانو په خلاص مټ نۀ يواځې مخ په مخ اولس ته خپلې تگلارې اؤ منشورونه مخې ته کيښودل بلکې د ميډيا د لارې يې په مباحثو کې هم برخه واخسته اؤ افغان اولس ته يې په ډاگه کړه چې دوئ ته بايد د کومو خصوصياتو له امله ووټ ورکړل شي؟
کانديدان اؤ د هغوئ تگلارې
په انتخاباتو کې د جمهور رئيس چوکۍ ته د يوولسو د جملې څخه نهه کانديدان په ميدان کې پاتې شوي دي چې په هغې کې ډاکټراشرف غني احمدزئ، عبدالله عبدالله، ډاکټر زلمى رسول، عبدالرب رسول سياف،گل اغا شيرزى، داود سلطان زوئ،هدايت امين ارسلا اؤ قطب الدين هلال شامل دي.
دافغانستان موجوده صدر حامدکرزى دانتخاباتو ددغه سيالۍ څخه ځکه بهر دى چې هغه دوه ځله دافغانستان پرله پسې جمهور رئيس پاتې شو اؤ په دريم ځل د هيواد اساسي قانون يا ائين انتخاباتو کې د برخې اخستو اجازه نۀ ورکوي البته د هغه ورور قيوم کرزى چې د جمهور رئيس د چوکۍ دپاره يې ځان نومولى ؤ د ډاکټر زلمي رسول په ملاتړ د مقابلې څخه تير شوى دى.
څيړونکي وايي په دغو ټولټاکنو کې به اصل مقابله د دوؤ کانديدانو ډاکټر اشرف غني احمدزي چي په خټه پښتون دى اؤ ډاکټرعبدالله عبدالله ترمينځ وي چې دافغانستان د شمال سره تعلق لري.
ددې ترڅنگ ډاکټر زلمي رسول هم د انتخاباتو د سيالۍ يو مضبوط اميدوار گڼل کيږي خو څيړونکي د موثرو کانديدانو په فهرست کې د هغۀ نوم په دريم نمبرشميري.
د جمهور رئيس چوکۍ ته کانديد ډاکټر اشرف غني احمدزي پخپلو بيلابيلو جلسو اؤ مباحثو کې د خپل منشور اعلانولو په مهال وئيلي کۀ چرې هغه د افغانستان صدر جوړشي نو په هيواد کې به دامنيت اؤ سولې پځايې کولو دپاره د جرگو مرکو لاره خپلوي، د اداري فساد د مخنيوي دپاره به چټک گامونه اخلي اؤ دافغانستان خلکو دپاره به پخپل هيواد کې د روزگار موقعې پيداکوي.
د هغه په منشور کې داهم شامل دي چې په هيواد کې به زياته توجو د کرنې نظام ته کوي، نوي سړکونه اؤ د اوبو بندونه به جوړوي اؤ بهرنو هيوادونو سره د سوداگرۍ اؤ دوستانه تعلقاتو چارې به پياوړې کوي.
د جمهور رئيس دچوکۍ دپاره بل پياوړى کانديد عبدالله عبدالله هم پخپل منشور کې هيواد کې امنيت اؤ سولې په ټينگښت ټينگار کړى اؤ وايي چې کۀ خلکو رايه ورکړه اؤ جمهور رئيس وټاکل شو نو داسې حکومت به جوړوي چې هغۀ به موثر اداري اصلاحات مخې ته راوړي، د يو منظم پروگرام لاندې به بهرنو هيوادونو کې ميشته افغان کډوال خپل هيواد ته راستنوي، داقتصادي پراختيا دپاره به گامونه اخلي اؤ د ادارو څخه به بډې رشوتونه ختموي ،
د ډاکټر زلمي رسول اؤ نورو کانديدانو انتخابي منشورونه هم ورته دي اؤ داسې کومه نوې نعره پکې نۀ شته چې افغانان ورته د ډاکټر غني اؤ عبدالله عبدالله په منشورونو فوقيت ورکړي.
کډوال به د رائيو نه محروم وي
انتخاباتو کې د خپلې رايې کارولو دپاره 3.7 کروړه افغانانو ته د رايې ورکولو کارډونه جاري شوي دي چې پکې دريمه برخه ښځې هم شاملې دي خو په دې ټولټاکنو کې دپاکستان دننه ميشته خواوشا 16 لکه هاغه افغان کډوال به د ووټ ورکولو د حق څخه محروم وي چې دا مهال دپاکستان په 80ؤ بيلابيلو کيمپونو کې ژوند کوي.
د کډوالو دپاره د ملگرو ملتونو د هايي کمشنر د وينا له مخې "تر دې مهاله پاکستان کې د ميشته ؤ افغان کډوالو دپاره داسې هيڅ بندوبست نۀ دى شوى چې هغوئ د افغانستان راتلونکو ټولټاکنو کې خپله رايې ورکاروي"
په پاکستان اؤ ايران کې ميشته افغان کډوالو ته د کال 2004م په ټولټاکنو کې د رايې ورکولو حق ورکړل شوى ؤ خو د کال 2009م په ټولټاکنو کې هم دغه په لکونو افغان وگړي د خپلې رايې د حق څخه محروم ساتل شوي وؤ.
د طالبانو بريدونه اؤ د امنيت دعوې
په افغانستان کې کۀ دا مهال يو خوا د انتخاباتو ميله توده اؤ خلکو په دغوټولټاکنو پسې زياتې هيلې تړلي دي نو بلخوا افغان طالبانو ددغو ټولټاکنو د پروسې د ويجاړولو گواښ هم کړى دى اؤ څومره څومره چې انتخاباتو ته ورځې رالنډيږي دومره ورسره په افغانستان کې دبمي چاودنو،ځانمرگي بريدونو اؤ اړي گړي په پيښوکې اضافه کيږي.
دتيرو څو ورځو په مهال وسله والو طالبانو يوازې په پلازمينه کابل کې گڼ شمير لويې بريدونه کړي دي چې په هغې کې دټولټاکنو دکميسون په ودانۍ، په سرينا هوټل، سرکاري دفترونو اؤ دپوليسو په مرکزونو شوي بريدونه شامل دي .
څيړونکي وايي دانتخاباتو څخه دمخه دطالبانو لخوا ترهگريزو بريدونو کې چټکتيا راوستل په دې معني دي چې خلک وويروي ترڅو د ووټونو په ورځ په انتخاباتو کې د خپلې رايې ورکولو څخه په ډډه پاتې شي.
نړيواله خبري شبکه روئټرز وايي کۀ چرې دغو ترهگريزو بريدونو کې نوره اضافه هم وشوه يا د اړي گړي اؤ ويرې له امله د ووټونو د شميرعمل اؤ د انتخاباتو د نتيجو په حواله غيريقيني صورتحال رامينځته کيږي نو ددې واضحه مطلب به دا وي چې موجوده صدر حامد کرزى به د خپلې واکمنۍ دټاکل شوې مودې څخه زيات د صدارت په کرسۍ پاتې شي.
د رائيو ورکولو خطرناک مرکزونه
دافغانستان د ټولټاکنو خپلواک کميسون وايي چې هڅه کوي د انتخاباتو په مهال د اولس د حفاظت دپاره زړۀ پورې انتظامات وکړي.
دټولټاکنو د کميسون وياند نورمحمد نور مطبوعاتو ته وئيلي هغوئ د بدامنۍ د انديښنو څخه اړونده ادارې خبرکړي دي اؤ په دغه هکله يې د ټولو ادارو د چارواکو سره څوڅو کرته غونډې هم کړي دي.
د وياند له مخې زياتره پولنگ سټيشنونه نهه مياشتې وړاندې خوندي گرځول شوي وؤ.
هغه وئيلي په ټولو پولنگ سيشنو به کلک امنيتي انتظامات شوي وي اؤ ورسره به دپوليسو مرکزونه هم پرانستې پراتۀ وي چې دغه پوليس به په ټيليفوني شکايتونو کوټلي گامونه اخلي.
دافغانستان دکورنو چارو وزارت هم وايي چې د رايې ورکولو په مهال به د ووټرانو تحفظ باوري کولى اؤ دهغې دپاره به هر ممکن گامونه اخستلى شي.
دکورنو چارو د وزارت د وياند صديق صديقي له مخې دټول هيواد 6500ؤ څخه زياتو پولنگ سټيشنو کې 3435 خوندي گرځول شوي،945 دکمې خطرې ،1047د درميانه خطرې اؤ 1135 د زياتې خطرې وړ پولنگ سټيشنونه دي.
وياند زياته کړې ده د افغانستان دملي پوځ لوړپوړو کمانډرانو د فرورۍ مياشت کې صدر کرزي سره ليدلي اؤ هغه يې دغو ټولو پولنگ سټيشنو ته د تحفظ ورکولو په بابله د گامونو څخه خبرکړى دى.
د راتلونکي حکومت په وړاندې چيلنجونه
دافغانستان د جمهور رئيس اؤ ولايتي شوراگانو دا موجوده ټولټاکنې په دې اساس د زيات ارزښت وړل گڼل کيږي چې په روان کال کې امريکا افغانستان څخه د خپلو پوځونو د واپسۍ اعلان کړى دى اؤ په محدود شمير کې چې به کوم بهرني پوځيان په افغانستان کې پاتې کيږي د هغې د صلاحيت انحصار به هم په هاغه ستراتيژيکي تړون وي چې دافغانستان موجوده صدر حامد کرزي پرې د لاسليک کولو څخه انکار کړى اؤ دريځ يې خپل کړى چې په دغه تړون به لاسليک دافغانستان راتلونکى حکومت کوي .
افغانستان څخه د نړيوالو پوځونو د وتلو په صورت کې کۀ يو خوا ځينې مبصرين انديښنې راولاړوي چې ايا دغه جنگ ځپلى هيواد خو به يو ځل بيا د پردو د مداخلت اؤ کورنو جگړو په کاړه بدل نه شي نو بلخوا دا انديښنې هم د ځينو افغانانو زړونه غورځوي چې افغانستان به د خپلې پرمختيا موجوده رفتار څنگه په داسې حال کې برقرار وساتي چې د بهرنۍ نړۍ د مرستو مخ ترې وگرځي يا محدود شي؟
يا دافغانستان د پوځ اؤ پوليسو په شمول به ټولې هاغه ادارې چې افغانستان کې د بهرنو قوتونو د موجوديت په دوران کې فعاله شوي دي اؤ د فعاليتونو مصارف يې امريکا اؤ نورو نړيوالو هيوادونو په غاړه اخستي څنگه به وکړل شي چې د بهرنو امدادونو د کموالي په صورت کې هم پخپلو پښو ولاړې پاتې شي؟
بيا په داسې حال کې چې افغانستان کۀ هرڅو د کال 2001ء راپديخوا د نړيوالو پوځونو په موجودگۍ کې تر ډيره حده د ذاتي مليشو اؤ ټوپک سالارۍ نه نجات موندلى خو بياهم لا ددغه هيواد څخه په بشپړ ډول د عسکريت خوښۍ جرړې نه دي وتلي ، نن هم په دغه هيواد کې ياغي طالبان د يو قوت په توگه موجوديت لري چې دافغان حکومت په خلاص مټ د پراخه د واکمنۍ مخه يې نيولې ده. ايا د غيرملکي پوځونو له وتلو وروستو خو به افغانستان يوځل بيا د جنگ سالارانو اؤ ذاتي مليشو منگولو ته نۀ پريوځي؟
دا خو يواځې هاغه ممکنه چيلنجونه دي چې افغانستان څخه د نړيوالو ځواکونو د وتلو په صورت کې رامينځته کيدلى شي خو ددې ترڅنگ به گڼ نور داسې نور چيلنجونه د افغانستان د راتلونکو انتخاباتو په نتيجه کې درامينځته کيدونکي حکومت استقبال کوي چې د هغې نه په بريالي ډول وتل به د افغانستان مستقبل خوندي کوي اؤ کۀ چرې دغو چيلنجونو ته مثبت ځواب ونۀ وئيل شي نو خدانخواسته جنگ ځپلى افغانستان يو ځل دخانه جنگۍ کندې ته غورځيدلى شي.
کتل به داوي چې د طالبانو د بريدونو په سيوري کې دترسره کيدونکو دغو ټولټاکنو په نتيجو به افغان سياسي اړخونه څۀ غبرگون ښکاره کوي اؤ د ټولټاکنو په نتيجه کې چې به د افغانستان کوم نوى سياسي قيادت مخې ته راځي هغۀ به څنگه نه يواځې په سيمه کې دپاکستان اؤ ايران په څير د مضوبوطو هيوادونو د مفاداتو په گرداب کې خپل مفادات خوندي وساتي بلکې دهيواد مرور وسله وال طالبان به هم سياسي ليکې ته رادننه اؤ ملې روغه جوړه به رامينځته کړي؟
ددې ترڅنگ افغانستان کې د ادارو څخه دغبن ،بډو رشوتونو مخنيوى،د مخدره موادو دکښت اؤ قاچاقو مخه نيول، دافغانستان د توليداتو دپاره نړيوال مارکيټ پيداکول، په هيواد کې د روزگار موقعې پيداکول،د اقتصادي پراختيا دپاره پلانونه عملي کول اؤ داسې گڼ شمير نورې ستونزې به دنوي افغان حکومت مخې ته پرتې وي .
دا به اوس د افغان اولس په سياسي بصيرت اؤ بصارت اړه لري چې هغوئ د خپلې رايې کارؤلو په مهال دخپلې خوښې په کانديد کې ددغو ټولو چيلنجونو اؤ ستونزو د حل وړتيا ويني کۀ نه ؟
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG