لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خوست :دافغان پوليس په ډزو يوه لويديزه خبرياله وژل شوې بله ژوبل


 دوژل شوې خبريالې پيژندگلو دجرمن فوټوگرافرې Anja Niedringhaus په نوم سره شوې
دوژل شوې خبريالې پيژندگلو دجرمن فوټوگرافرې Anja Niedringhaus په نوم سره شوې
چارواکي وائي دجمعې په ورځ دافغانستان په جنوب لويديز ولايت خوست کې دوسلو دريشۍ اغوستي يو وسله وال په ډزو سره يوه لويديزه خبرياله وژلې اؤ بله يې ژوبل کړې ده.
سرچينې وائي چې دپيښې ښکار شوؤ دغو ښځينه خبريالانو دامريکائي خبري ادارې ايسوسي ايټډ پريس( اى پي) لپاره کار کولو.
په خوست کې دغه ښځينه لويدېزې خبريالانو په داسې حال کې تر بريد لاندې راغلي چې دخالي په ورځ افغانستان کې دترسره کيدونکو صدارتي ټولټاکنو په نظر کې نيولو سره دافغانستان په بيلا بيلو سيمو کې امنيتي تدابير سخت کړل شوي دي.
دوژل شوې خبريالې پيژندگلو دجرمن فوټوگرافرې Anja Niedringhaus په نوم سره شوې اؤ ژوبل شوې خبرياله سينئر رپورټره Kathy Gannon ښودل شوې ده.
دوالي وياند مبارز محمد ځدراڼ پخلى کړى چې دغه پيښه دپاکستان دپولې سره نزدې په لرې پرته اولسوالۍ تنائي کې رامينځته شوې ده اؤ زياته کړې يې ده چې بريدکوونکى دنقيب الله په نوم يو پوليس عسکر ؤ.
دوياند دوياند ترمخه دغو بهرنو ښځينه خبريالانو دخالي په ورځ افغانستان کې دترسره کيدونکو ټاکنو په اړه مقامي خلکو سره مرکه کوله چې تر بريد لاندې راغلې.
خو بيا ځينې اطلاعات وائي دغه خبريالانې په هاغه کاروان کې شامل يو موټر کې تر بريد لاندې راغلي چې افغان عسکرو اؤ پوليسو يې حفاظت کولو.
په کومه سيمه کې چې په دغو لويديزو خبريالانو بريد شوى هغه دپاکستان دوزيرستان سيمې سره گډه پوله لري اؤ دپاکستان په دغه قبائيلي سيمو کې دافغان طالبانو حقاني نيټ ورک زيات اثرورسوخ لري.
سرچينې وائي کوم پوليس چې په دغو لويديزو ښځينه خبريالانو حمله کړى اوس مهال هغه څخه تپوس پوښتنې روانې دي.
تيره اوونۍ کابل کې په يو لگژري هوټل ترسره شوې حمله کې داى ايف پي ديو افغان خبريال سردار احمد پشمول ٩ کسان وژل شوي وؤ اؤ طالبانو سبا افغانستان کې دترسره کيدونکو ټاکنو دگډوډولو گواښ هم کړى دى.
همدغه شان دمارچ په ١١مه نيټه هم کابل کې وسله والو دسويډن اؤ برطانيې قوميت لرونکى خبريال نيلس هارنر وژلى ؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG