لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتون صحافي محمد شعيب څنگه د کروړونو خلکو د زړۀ اواز جوړ شو؟


په دغه شو کې د خپل قسمت ازمائيلو دپاره دپاکستان د څلورو واړو صوبو څخه په لکونو ځلمو خپل نومونه وړاندې کړل چې تعلق يې د بيلابيلو ژبو اؤ قامونو سره ؤ.
په دغه شو کې د خپل قسمت ازمائيلو دپاره دپاکستان د څلورو واړو صوبو څخه په لکونو ځلمو خپل نومونه وړاندې کړل چې تعلق يې د بيلابيلو ژبو اؤ قامونو سره ؤ.
"وياړم چې نن په کوم سټيج ناست يم ، تر پرونه به ددې سټيج مخې ته پخپله ولاړ ووم ، دنورو خلکو عسکونه به مې جوړول اؤ نن په دومره گڼ شمير کې خلک زما عکسونه اخلي"
دا دپيښور پريس کلب په سټيج دناست هاغه پښتون بچي د خولې الفاظ دي چې نن يې نۀ يواځې د نړۍ کروړونه پښتانۀ د خپل ځان مئينان جوړ کړي دي بلکې دپاکستان دننه د نورو ژبو اؤ قامونو وگړي پرې هم وياړ کوي.
څليرشت کلن محمد شعيب د پاکستان د خيبرپښتونخوا د سرښار پيښور اوسيدونکى هاغه زلمې صحافي دى چې د وړوکوالي نه يې د سندرې وئيلو شوق لرلو خو د خپل کور د سخت ماحول له امله ورته د سندرو وئيلو اجازت نۀ ورکړى کيدو اؤ مجبوراً يې د خپل کور د څو نورو افرادو په څير د صحافت ميدان ته مخه کړه.
دپيښور د صحافيانو د انجمن غړى دى ، دملگرو په ټولي کې چې به اکثرناست ؤ نو ټولو به ترې فرمائش کولو"ځه کنه شعيبه غاړه تازه کړه اؤ يوه ښکلې سندره واوروه"
هغه به په په ويره ويره په غلي اواز سندره شروع کړه خو رنگ به يې له دې ويرې زيړ ؤ "چې چرته د کورنۍ مشران يې ونۀ ويني"
خو د هغۀ پلار اؤ د کورنۍ نورو خلکو ته څه معلومه وه چې يوه ورځ به شعيب د هغوئ دپاره دومره لويې نوم گټي چې هر څوک به وايي "دا وگوره د محمدشعيب پلار دى ، دا يې رور ،دغه يې ترۀ اؤدا بل يې ماما دى"
اؤ نۀ چرته هم شعيب دا خوب ليدلى ؤ چې گنې د ټول پاکستان د خوښې فنکار به جوړيږي.
د هغه د بخت ستورى هاغه وخت وځليدو چې دپاکستان يو مشهور شخصي ټيلي ويژن چينل د ټول پاکستان په کچ د سندرو دپاره د ښۀ اواز لرونکو ځلمو د راپيدا کولو دپاره د "پاکستان ائيډل" په نوم يوه ريالټي شو شروع کړه.
په دغه شو کې د خپل قسمت ازمائيلو دپاره دپاکستان د څلورو واړو صوبو څخه په لکونو ځلمو خپل نومونه وړاندې کړل چې تعلق يې د بيلابيلو ژبو اؤ قامونو سره ؤ.
محمد شعيب ته هم ملگرو مشوره ورکړه چې دپيښور نه کراچۍ ته لاړشي په دغه شو کې د گډون دپاره خپل قسمت وازمايي اؤ هم هغه وه چې محمد شعيب هم په نازړۀ قدمونو په پيښورکې ددغه ټي وي شو دپاره اډيشن ورکړو،
کله چې د فن اؤ هنر استاذانو د محمدشعيب څخه اډيشن اخستو اؤ بغير دکوم فني تربيت څخه يې د هاغه په غږ کې د "سراؤ لى" خواږۀ وليدل نو سمدستي يې په دغه ريالټي شو کې د گډون اهل وگرځولو اؤ د کراچۍ ټکټ يې ورکړو.
خو په شو کې د گډون دپاره دغوره کيدو څخه وروستو چې کله کراچۍ ته د تگ مرحله راغله نو د شعيب پلار بيا ضد ونيولو اؤ هغه ته يې وئيل "په قلار کښينه ، خپل صحافت کوه، سندرو ته هيڅ ضرورت نۀ شته"
خو د شعيب ضد، ژړا،زارو اؤ منتونو د هغۀ دمور مينه راوپارؤله اؤ د مور ددغه مينې په وړاندې د شعيب د پلار کوټلى انکار د سمندر مخې ته د شږو بند ثابت شو اؤ دغسې هم شعيب ته د کور لخوا کراچۍ ته د تگ اؤ " پاکستان ائيډل " کې د برخې اخستو اجازه ورکړل شوه.
خو د اجازت نه وروستو اوس کراچۍ ته د تگ دپاره خرچه چرته وه ځکه چې محمد شعيب خو چې په کوم اخبار کې کار کولو د پينځوؤ مياشتو نه هغې تنخا هم نۀ وه ورکړې اؤ د ډيرې غصې دلاسه يې ددغه اخبار نوکري هم پريښې وه.
دوه سوه رور، پينځه سوه پلار، شپږ شلې مور، څلور سوه ترۀ،درې نيم سوه روپۍ خور اؤ څۀ روپۍ ملگرو راغونډې کړې اؤ شعيب ته يې په جيب کې واچولې ، په ډيرو دعاگانو کې يې د کوره اوويستو
خو شعيب چې کله کراچۍ ته ورسيدو نو هغه تۀ څه معلومه وه چې مقابله به يې د 28500 منتخب شوؤ کسانو سره وي اؤ په دې کې به ځان تر ټولو تکړه ثابتوي.
شعيب رنگ وهلى ؤ خو د دننه به ورته دا ډاډ هم ميلاويدو چې "مړه نو ستا پرې څه ځي خو مقابله ده ، خپل کوشش وکړه که شد، شد...کۀ نه شد نه شد"
اؤ په دغو اتوويشت نيمو زرو کسانو کې بيا چاڼ شروع شو ، نن زر کسان د مقابلې نه بهر، سبا درې زره، بله ورځ نور ، بله ورځ نور اؤ خبره بيا په اخره کې په 180 کسانو ودريده چې په دغو 180 خوش نصيبو کې يو نوم د محمد شعيب هم ؤ.
د ريالټي شو دپاره د منتخب شوؤ کسانو ترمينځ د سندرو مقابله شروع شوه .
دپاکستان ترټولو تکړه اؤ د سندور په فن پوهه هنرمندان ددغه مقابلې دپاره ججان وټاکل شول اؤ د وروستۍ فيصلې اختيار د پاکستان 18 کروړه عوامو له ورکړل شو چې هغوئ به دټولو منتخب شوؤ ځلمو اوازونه اوروي اؤ بيا به د ټيلي فوني ميسيجونو له لارې د خپلې خوښې سندرغاړي له ووټ ورکوي اؤ دغسې سلسله په مخکې روانه شوه.
د ججانو د رايې اؤ د پاکستاني اولس د ووټونو په نتيجه کې محمد شعيب په وړاندې تلو، تلو، اؤ نن خبره دې ځائ ته را ورسيده چې هره هفته کله دغه ريالټي شو په ټيلي ويژن ټوله نړۍ کې ښودل کيږي نو د محمد شعيب مينه وال د هغه په اواز د سندرو اوريدو څخه وروستو د لکونو په شمير کې هغه ته ووټونه ورکوي، دپروگرام ججان ورته احتراماُ ودريږي، سينې ته يي راخوختوي اؤ القابات اؤ خطابات ورکوي.
ددغه پښون بچي سره د پاکستان داولس مينه اوس دې حد ته رسيدلې ده چې په دغه شو کې برخه لرونکي نور ټول شوقيه سندرغاړي د شو څخه اوټ شوي اؤ يواځې د محمد شعيب په گډون پکې يواځې درې کسان پاتې شوي دي.
خو د پروگرام ټاپ تهري ته د رسيدو سره سم د پروگرام کوربه د محمد شعيب په مقابله کې پاتې شوؤ نورو دوؤ ځلمو زعماد بيگ اؤ سيد اسد علي زيدي ته هم خبردارى ورکړى چې "تاسو دواړه دې خدايې پاک دمحمد شعيب نه وساتي"
په مياشتو دغه پروگرام وچليدو خو هم شعيب ته چې خپل مور پلار، دکورنۍ غړي اؤ خپل ياران دوستان ډير ورياد شوي وؤ. د نهې په ورځ دهْْْْغۀ په ځانگړې غوښتنه يوې ورځې دپاره پيښور ته پريښودل شوى ؤ ،
هغه په دغه يوه ورځ کې لږ ساعت د خپل مورؤ پلار ، روڼو خويندو سره وليدل اؤ بيا نيغ خپل دوهم کور پيښور پريس کلب ته ورغلي.
خو پريس کلب ته د هغه د رسيدو نه وړاندې په ټول پيښور ښار اؤ صحافتي ورورولۍ کې پريس کلب ته د هغه د تگ خبر خپور شوى ؤ .
اؤ بيا څه وؤ... کله چې محمد شعيب پښه د پيښور پريس کلب په دروازه دننه کړه نو د ډولونو ډنگار ماحول مست ،مست واړولو، په هغه د هر لوري نه د گلونو باران شروع شو، هرچا زور کولو چې څنگه به شعيب سره د غاړې يا لاس ميلاولو نوبت ومومي، د هغۀ په غاړه کې په لږ ساعت کې د گلونو دومره اميلونه واچولى شول چې وئ وئيل" يره دا رانه لرې کړئ ستړى يې کړمه"
د صحافيانو اؤ پيښور د ښاريانو ترڅنگ د اقليتي ورورولۍ په سوونو زنانه، ماشومانو، ځلمو اؤ بوډاگانو هم د محمد شعيب د هرکلي په دغه دستوره کې برخه واخسته.
لويو اؤ وړو يو شان د محمد شعيب سره عکسونه جوړ کړل ، دهغۀ څخه يې اټوگرافونه واخستل اؤ بيا دمختصرو خبرو دپاره چې کله محمد شعيب دپيښور پريس کلب ارت بيرت هال ته وخيژول شو نو په هال کې دپيښې دايښودو ځايې ورک شو.
د بيلابيلو ټي چينلو ،اخبارونو ،مجلو اؤ ريډيو گانو کيمرې د محمد شعيب مخې ته ولگيدې .
دپيښورپريس کلب صدر ناصر حسين نوموړي ته هرکلى ووئيلو اؤ زياته يې کړه
"پيښور د فن اؤ هنر په حواله يو زرين تاريخ لري اؤ په هر دور کې يې لويې لويې فنکاران اؤ هنرمندان زيږولي دي"
هغه وويل د دليپ کمار غوندې د لويې فنکار تعلق هم د پيښور سره دى اؤ مونږ ډاډه يو چې محمد شعيب به هم په نړيواله کچه د پښتنو اؤ پيښور نوم وځلوي.
محمد شعيب پخپلو مختصرو خبرو کې وويل "زۀ د خپل خدايې ډير شکر گزار يم چې دغه مقام يې راپه برخه کړو"
هغه د خندا په ډکۀ خوله وويل"پيښور پريس کلب زما کور دى ،وياړم چې نن په کوم سټيج ناست يم ، تر پرونه به ددې سټيج مخې ته پخپله ولاړ ووم ، دنورو خلکو عسکونه به مې جوړول اؤ نن په دومره گڼ شمير کې خلک زما عکسونه اخلي"
هغه وويل کۀ د اولس مينه ورسره هم دغه شان قائمه پاتې شوه نو ډاډه دى چې د پاکستان ائيډيل به هم هغۀ جوړيږي.
وروستو ډيوه راډيو سره په ځانگړو خبرو کې هم شعيب زياته کړه نن ورته خپل کور اؤ پيښور پريس کلب ته په راتگ څه عجيبه شان احساس کيږي"زۀ خو چې دلته راتلم ماوې کۀ هم هاغه زوړ شعيبي شم ، دا دلته خو چې مې څومره تود هرکلى وشو اؤ کومه مينه مې وليده اوس راته ځان پردى ، پردى ښکاري (خندا)"
هغه وويل کۀ هر څومره لويې فنکار جوړ شي خو صحافت ته به هم دوام ورکړي اؤ د خپلو مينه والو مينه اؤ خپل زوړ مقام به چرې هم هير نکړي
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG