لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ننگرهار : په حکومتي ودانۍدوسله والو حمله کې دوه پوليس وژل شوي


 دوالي وياند احمد ضياء عبدالزئي پخلى کړى چې بريد کې دوه ساتونکي وژل شوي دي.
دوالي وياند احمد ضياء عبدالزئي پخلى کړى چې بريد کې دوه ساتونکي وژل شوي دي.
دافغانستان ننگرهار ولايت کې دگل په سحر دوسله والو ياغيانو يوې ډلې دانصاف په محکمه حمله کړې چې پکې دوه پوليس عسکر وژل شوي دي.
دوالي وياند احمد ضياء عبدالزئي پخلى کړى چې بريد کې دوه ساتونکي وژل شوي دي.
دپوليسو يو وياند کرنل حضرت حسين مشرقيوال ميډيا ته وئيلي چې بريدکوونکي دجلال اباد په مجبور اباد سيمه کې ودانۍ ته داخل شوي.
هغه وئيلي چې بريدکوونکو دودانۍ په دروازه کې په يو پوليس عسکر ډزې کړې اؤ زياته کړې يې ده چې دحالاتو دقابو کولو لپاره سيمې ته اضافي عسکر رسيدلي.
هغه وئيلي چې ودانۍ کې حکومتي ملازمان موجود دي،خو دمرگ ژوبلې په اړه معلومات نۀ لري.
چارواکي وائي چې بريدکوونکي په لويو اؤ وړو وسلو سمبال دي اؤ په سيمه کې دافغان ځواکونو اؤ دغو وسله والو ترمينځ نښته اوس هم روانه ده.
ځينې ناتائيده راپورونه وائي چې په دغه پيښه کې دانصاف دمحکمې ددوؤ ملازمانو پشمول شپږ کسان وژل شوي چې په نورو کسانو کې يې دوه پوليس اؤ دوه بريدکوونکي شامل دي.
سرچينې وائي چې ١١ حکومتي ملازمان په حفاظت سره راويستل شوي دي اؤ زياتوي چې نښتو کې ١٠ کسان ژوبل شوي هم دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG