پيښور —
دشورو په ورځ افغان چارواکو وئيلي دي چې دتير يو شواروزپه مهال افغانستان کې تندلارو ١٦ پوليس عسکر وژلي چې په هغوي کې يې د٨ؤ څخه سرونه قلم کړي دي.
دوالي مرستيال محمد جان رسوليار يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې ددغه پيښې په اړه وئيلي دي چې دنهې په ورځ دافغانستان په جنوبي ولايت زابل کې دکليو خلکو يوه اوونۍ دمخه دتښتول شوؤ ٨ؤ پوليس عسکرو سرپرې کړي مړي موندلي دي.
دغه پوليس عسکر دتندلارو لخوا دهغوي په کاروان دبريد وروستو تښتول شوي وؤ.
هغه وويل دپوليس عسکرو مړي په نوبهار اولسوالۍ کې ترلاسه شوي اؤ قلات(ولايتي مرکز) ته دهغوي دمړو راوړلو لپاره يې مشران ليږلي دي.
دزابل دپوليسو مرستيال مشر غلام جيلاني فرحاني ترمخه دغه پوليس عسکر لمړى په ډزو ويشتل شوي اؤ بيا ترې سرونه قلم کړل شوي دي.
طالبانو ددغه پيښې په اړه خپل غبرگون نۀ دى ښودلى.
دوالي مرستيال گل محمد بيدار ترمخه هم دنهې په ورځ په شمالي ولايت بدخشان کې ٨ پوليس عسکر هاغه مهال وژل شوي کله چې طالب جنگيالو دهغوي په پوستو حمله کړې
هغه وئيلي چې طالبانو دنزدې غرونو څخه په راکټو اؤ وړو وسلو سره حمله کړې اؤ ٨ پوليس عسکر دوسلې دکميدو وروستو وژل شو يدي.
دپوليسو مرستيال مشر عبدالقادر سيد دپيښې دپخلي کولو په ترڅ کې وئيلي دي چې ١٣ طالبان هم وژل شوي دي.
طالبانو دحملې ذمه واري په غاړه اخستې اؤ وئيلي يې دي چې هغوي دلرې پرتې اولسوالۍ کنټرول ترلاسه کړى دى.
دغه پيښې په داسې حال کې رامينځته شوي چې افغانستان کې دصدارتي ټولټاکنو ددوهم پړاؤ تيارۍ روانې دي، دټولټاکنو په دوهم پړاؤ کې به دعبدالله عبدالله اؤ اشرف غني ترمينځ مقابله وي.