لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دائتلافي ځواکونو بريد اؤ نښته کې د٧ؤ پوليسو پشمول ١٥ کسان وژل شوي


دپکتيکا دوالي وياند مخلص افغان ددغه پيښې په اړه خبريالانو ته وئيلي دي دائتلافي ځواکونو له لوري دزيارت په شپه په يحيي خيل اولسوالۍ کې په تندلارو هوائي بريد شوى دى.
دپکتيکا دوالي وياند مخلص افغان ددغه پيښې په اړه خبريالانو ته وئيلي دي دائتلافي ځواکونو له لوري دزيارت په شپه په يحيي خيل اولسوالۍ کې په تندلارو هوائي بريد شوى دى.
چارواکي وائي دجمعې په ورځ دافغانستان په جنوب ختيز ولايت پکتيکا کې دائتلافي ځواکونو په يو هوائي بريد کې لږ ترلږه ٨ جنگيالي اؤ دپوليسو اؤ وسله والو ترمينځ نښته کې ٧ پوليس وژل شوي دي.
دپکتيکا دوالي وياند مخلص افغان ددغه پيښې په اړه خبريالانو ته وئيلي دي دائتلافي ځواکونو له لوري دزيارت په شپه په يحيي خيل اولسوالۍ کې په تندلارو هوائي بريد شوى دى.
دپوليسو ولايتي مشر ميجر جنرال نبي جان ملک خيل دپيښې دجزئياتو څرگندولو په اړه خبريالانو ته وئيلي دي تندلاري په يو گاډي کې روان وؤ چې دايساف ځواکونو پرې دهوا څخه بريد وکړو.
هغه منلې چې په دغه پيښه کې ٨ جنگيالي وژل شوي دي.
افغانستان کې ميشتو ائتلافي پوځيانو هم ددغه پيښې پخلى کړى ، خو وائي دپيښې په اړه نور جزئيات به دپلټنو ترسره کيدو وروستو مخې ته راوړي.
بلخوا دپکتيکا دوالي وياند مخلص افغان وئيلي دي تيره شپه دپکتيکا داومنه اولسوالۍ په سپين کلي کې جنگيالو دپوليسو په يوه پوسته بريد کړى اؤ په دغه مهال ددواړو خواؤ نښته شوې ده.
دوالي وياند له مخې په دغه نښته کې لږ ترلږه ٧ پوليس وژل شوي ، خو وسله والو ته داوښتې مرگ ژوبلې په اړه يې څه نۀ دي وئيلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG