لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

غزني:دوادۀ په گاډو چاؤدنو کې د٧ؤ ښځو په گډون ١٢ کسان وژل شوي


پيښه هاغه مهال رامينځته شوه کله چې دگيرو اولسوالۍ په مزار کلي کې سحر مهال دوادۀ ديوې دستورې څخه په دوؤ گاډو کې په ناستو خلکو دسړک دغاړې بمي چاؤدنې وشوې.
پيښه هاغه مهال رامينځته شوه کله چې دگيرو اولسوالۍ په مزار کلي کې سحر مهال دوادۀ ديوې دستورې څخه په دوؤ گاډو کې په ناستو خلکو دسړک دغاړې بمي چاؤدنې وشوې.
دخالي په سحر دافغانستان دغزني په گيرو اولسوالۍ کې دوادۀ په دوؤ موټرو دسړک دغاړې بمي چاؤدنو کې ١٢ کسان وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي دي.
دگيرو انتظامي مشر عبدالله خيرخواه ددغه پيښې په اړه ميډيا ته وئيلي دي چې پيښه هاغه مهال رامينځته شوه کله چې دگيرو اولسوالۍ په مزار کلي کې سحر مهال دوادۀ ديوې دستورې څخه په دوؤ گاډو کې په ناستو خلکو دسړک دغاړې بمي چاؤدنې وشوې.
چارواکي وائي په وژل شوؤ کې ٧ ښځې شاملې دي.
دافغانستان په بيلا بيلو برخو کې دحکومتي مشرانو ، بهرنو اؤ افغان ځواکونو دپه نخښه کولو په غرض دتندلارو لخوا دسړک په غاړه بمونه ښخول کيږي، په دغو بريدونو کې اکثره مهال بې گناه افغان اولسي وگړي وژل کيږي.
ټاکل شوې ده دامريکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونه به دسږکال تر اخره افغانستان څخه اوځي ، خو افغان پوځ ته دتربيت ورکولو اؤ دالقاعده سره دتړلو جنگيالو په ضد عملياتو کې دملاتړ لپاره دامريکا حکومت غواړي افغانستان کې خپل ځينې پوځ د٢٠١٤م څخه وروستو هم پاتې کړي.
خو ددې لپاره دواشنگټن اؤ کابل ترمينځ په يو دوه اړخيزه امنيتي تړون ( بي ايس اى) دلاسليک ضرورت دى،په کوم چې موجوده افغان صدر دلاسليک کولو څخه انکار کوي اؤ وائي غواړي راتلونکى صدر په دغه اړه پريکړه وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG