دپاکستان عوامي تحريک( پي اى ټي) مشر طاهرالقادري اسلام اباد کې دخپل انقلاب مارچ برخه والو ته دخطاب په مهال خپله ايجنډا وړاندې کړې اؤ دوزيراعظم نواز شريف اؤ پنجاب دوزيراعلي شهباز شريف دمستعفي کيدو دغوښتنې ترڅنگ يې ددغو دواړو دنيولو اؤ ورته دسزا ورکولو غږ کړى دى.
پخپل خطاب کې طاهرالقادري موجوده قومي اؤ صوبائي اسمبلۍ غيرائيني گرځولي اؤ ددې دماتولو غوښتنه يې کړې ځکه چې دهغه په قول دا دائين دارټيکل ٦٢م اؤ ٦٣م پوره نۀ خيژي اؤ زياتره غړي يې ټيکسونه نۀ ادا کوي.
قادري وويل داسمبلو دماتولو وروستو دې يو قومي حکومت جوړ کړل شوي اؤ قومي اصلاحات دې وشي.
همدغه شان هغه ملک کې په بدعنوانۍ کې ککړ هر تن ته دسختې سزا ورکولو غوښتنه هم وکړه اؤ وې وئيل چې دقومي حکومت په ذريعه دې دملک محرومه اولس ته خپل حقونه ورکړل شي.
پي اى ټي مشر وويل هر بې کوره تن دې خپل کور ورکړل شي، د٢٥ؤ کلونو په موده دې ورته بې دسوده قرض اؤ ډوډۍ، جامې اؤ کور ورکړل شي،چاسره چې دعلاج پيسې نشته حکومت دې ورته ويړيا علاج ورکړي.
قادري غوښتنه وکړه چې ملک نه دې دجهالت خاتمې لپاره هر ماشوم ته ويړيا تعليم ورکړل شي اؤ همدغه شان دې دبالغانو لپاره هم دتعليم بندوبست وکړل شي.
دقادري په نورو غوښتنو کې ملک نه دترهه گرۍ خاتمه، ائين کې په ترميم کولو سره هره فرقه دبلې فرقې دکافر گرځولو نه منعې کول، نصاب کې دامن اومان موضوع دمضمون په توگه شاملول، اقليتي ورورولۍ ته دخپلو حقونو ورکولو، ملک کې دنورو صوبو جوړولو،گلگت بلتسان اؤ هزارې ته دصوبې ددرجې ورکولو،دټولو سرکاري ادارو دغيرسياسي جوړولو،دحقيقي جمهوريت راوستو اؤ قانون دواکمنۍغوښتنې شاملې دي.