لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اصف زرداري نوازشريف ته دجمهوريت بچ کولو باور ورکړى


د٢٠ؤ منټو پورې دروانې دغه ليدنې په مهال دواړو مشرانو دملک په موجوده سياسي صورتحال بحث کړى اؤ سرچينې وائي چې اصف علي زرداري نوازشريف ته دجمهوريت دبچ کولو لپاره دکوټلي کردار ادا کولو باور ورکړى دى.
د٢٠ؤ منټو پورې دروانې دغه ليدنې په مهال دواړو مشرانو دملک په موجوده سياسي صورتحال بحث کړى اؤ سرچينې وائي چې اصف علي زرداري نوازشريف ته دجمهوريت دبچ کولو لپاره دکوټلي کردار ادا کولو باور ورکړى دى.

دپخواني صدر اؤ پاکستان پيپلز پارټۍ دشريک چئيرمين اصف علي زرداري اؤ وزيراعظم نواز شريف ترمينځ دخالي په ورځ دلاهور په رائينډ کې دروان ملاقات پايې ته رسيدلى دى.

ددغه ليدنې په مهال دواړو مشرانو دملک په موجوده سياسي صورتحال بحث کړى اؤ سرچينې وائي چې اصف علي زرداري نوازشريف ته دجمهوريت دبچ کولو لپاره دکوټلي کردار ادا کولو باور ورکړى دى.

دغه ليدنه کې دڅه قسمه غيرائيني گام دحمايت نۀ کولو فيصله شوې اؤ دجمهوريت دبرقراره پاتې کيدو لپاره په هرشان قربانۍ ورکولو هم اتفاق شو ىدى.

سرچينې وائي چې اصف علي زرداري نوازشريف ته مشوره ورکړه چې خپل وزيران دې په موجوده تاؤژن صورتحال کې دسختو بيانونو ورکولو نه منعې کړي.

ددواړو سياسي مشرانو دليدنې وروستو دپي ايم ايل(ن) داستازو له لوري دشوي پريس کانفرنس په وخت دخزانې وزير اسحاق ډار وويل چې وزيراعظم نواز شريف اؤ اصف زرداري په دې خبره اتفاق کړى چې ملک کې دروان سياسي بحران حل دې په ائيني حدودو کې دننه ولټول شي.

هغه وويل چې " دائين اؤ جمهوريت دسرلوړۍ لپاره زرداري دنواز شريف مکمل ملاتړ کوي"

ډار وويل نواز شريف پخپل ملاتړ کولو داصف زرداري مننه ادا کړې اؤ زياته يې کړه چې پي ټي ائي سره په خبرو کولو مختلفو گوندونو ته هرکلى وئيل کيږي خو هر حل دائيني حدودو دننه پکار دى.

کله چې هغه نه پوښتنه وشوه چې دنوازشريف داستعفي په حواله زرداري څه وائي نو ډار وويل " زرداري صيب په دې حواله ډير واضحه دى، دوزيراعظم داستعفي سوال نشته"

ددغه پريس کانفرنس په وخت ددفاع وزير خواجه اصف وويل چې دغونډې په مهال اصف زرداري وعده کړې چې دهغه پارټي به دبحران دهواري لپاره دکوم غيرائيني گامونو ملاتړ نۀ کوي.

هغه وويل چې دغونډې نه پس زرداري دجمعيت علماء اسلام دقيادت سره ليدنې لپاره منصورې ته تلى اؤ وروستو به دپي پي پي مشر دمسلم ليگ(ق) دمشرانو سره هم ملاقات کوي.

دريلوى وزير سعد رفيق وويل نننۍ ليدنه ددې خبرې شاهده وه چې پي ايم ايل(ن) اؤ پي پي پي دجمهوريت دمضبوطۍ لپاره کلکه اراده لري.

رفيق وويل " موجوده حمله په حکومت نۀ بلکې په ائين اؤ پارليمنټ ده"

بل لوري ته دپخواني صدر اؤ پيپلز پارټۍ دشريک چئيرمين اصف علي زرداري سره دلاهور په منصوره کې دليدنې وروستو دجماعت اسلامي امير سراج الحق ددې اميد څرگندونه کړې چې موجوده سياسي بحران به دمذاکراتو په ذريعه حل شي.

ميډيا سره خبرو کې هغه وويل چې زرداري سره يې ديوې گينټې په ليدنه کې دملک په مجموعي سياسي صورتحال بحث کړى دى اؤ زياته يې کړه چې ملک کې دسياسي قوتونو ترمينځ دجوړجاړي لپاره به هغه خپل کردار جاري ساتي.

هغه دپاکستان تحريک انصاف په قيادت غږ وکړو چې اسمبلو نه داستعفي گانو ورکولو پخپله فيصله دې نظرثاني وکړي اؤ زياته يې کړه چې هغه دقومي اسمبلۍ سپيکر اياز صادق ته درخواست کړى چې دپي ټي ائي له لوري دجمعې په ورځ جمع کړل شوې استعفي گانې دې نۀ قبلوي.

پخوانى صدر اصف علي زرداري دخالي په غرمه ديو خصوصي هيلي کاپټر په ذريعه دلاهور جاتي عمراه کې دنوازشريف کور ته رسيدلى اؤ وزيراعظم ورته پخپله هرکلى وئيلى دى.

دوزيراعظم په بلنه لاهور ته ورغلي دپيپلز پارټۍ دشريک چئيرمين اصف علي زرداري سره دپيپلز پارټۍ مشر رضا رباني، اعتزاز احسن اؤ په قومي اسمبلۍ کې دحزب اختلاف مشر سيد خورشيد شاه هم ملگري دي.

وزيراعظم نواز شريف اصف علي زرداري ته تيره ورځ دلاهور په رائيونډ کې دميلمستيا بلنه ورکړې وه کومه چې پخواني صدر قبوله کړې وه.

نواز شريف سره په دغه موقع دپلانگ، ډويلپمنټ اؤ اصلاحاتو وزير احسن اقبال، دريلوى وفاقي وزير خواجه سعد رفيق اؤ دسرحدونو وزيران عبدالقادر بلوچ هم ملگري دي.

دواړه مشران په داسې حال کې دغه مهمه ليدنه کوي چې دپاکستان تحريک انصاف اؤ پاکستان عوامي تحريک احتجاجونه اسلام اباد کې پرله پسې په ٩مه ورځ هم روان دي اؤ دغه مظاهرين نوازشريف ته دمستعفي کيدو اؤ داسمبلو دماتولو غوښتنې کوي.

بل لوري ته دخالي په ورځ دحکومت اؤ تحريک انصاف ترمينځ مذاکرات روان دي.

دحکومت دمذاکراتي کميټۍ مشر اؤ دپنجاب گورنر چوهدري غلام سرور وائي چې دمذاکراتو په ذريعه دستونزې د حل کوشش روان دى.

که هر څو دحکومت اؤ تحريک انصاف ترمينځ دغو مذاکراتو نه دزيات پرمختگ هيله نۀ شي کيدى خو دا خبره اهمه ده چې ددواړو خواؤترمينځ دغه مذاکرات په داسې حال کې کيږي چې دتحريک انصاف ټولو غړو دقومي اسمبلۍ نه استعفي ورکړې ده.

حکومتي مذاکراتي کميټۍ دجمعې په شپه دعوامي تحريک مشرانو سره هم ليدنه کړې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG