لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ترکي کې ددولت اسلاميه خلاف مظاهرې،نښتو کې ١٢ مړۀ


 دغه مظاهرين ددولت اسلاميه دجنگيالو له لوري دشام دکوباني علاقې لپاره په راپورته کړل شوې خطرې اؤ دترکي لخوا ددغه علاقې ددفاع لپاره په گامونو نۀ اخستو ناخوښي دي.
دغه مظاهرين ددولت اسلاميه دجنگيالو له لوري دشام دکوباني علاقې لپاره په راپورته کړل شوې خطرې اؤ دترکي لخوا ددغه علاقې ددفاع لپاره په گامونو نۀ اخستو ناخوښي دي.

راپورونه وائي ترکي کې دکردي مظاهرينو اؤ پوليسو ترمينځ نښتو کې لږ ترلږه ١٢ کسان وژل شوي دي.

دغه مظاهرين ددولت اسلاميه دجنگيالو له لوري دشام دکوباني علاقې لپاره په راپورته کړل شوې خطرې اؤ دترکي لخوا ددغه علاقې ددفاع لپاره په گامونو نۀ اخستو ناخوښي دي.

امريکا کوباني کې ددولت اسلاميه دجنگيالو خلاف فضائي کمپائن گټور بللى، خو دترکي صدر خبردارى ورکړى چې کوباني علاقه ددولت اسلاميه لاسونو کې پريوتو ته نزدې شوې ده.

پوليسو دانقرې اؤ استنبول په گډون دټول ملک په مختلفو برخو کې دپاريدلو مظاهرينو خورولو لپاره داوښکو بهيونکى گيس اؤ داوبو توپې استعمال کړي دي.

په زياتره کرد اکثريتي سيمو کې گرځ بنديز يا کرفيو لگول شوې ده، ډير تاؤتريخوالى په جنوب ختيزو سيمو کې موجود دى اؤ مردين، سيرت، بيت مين اؤ موس علاقې زياتې اغيزمنې دي.

دترکي مرستيال وزيراعظم ياسين اکودگان وينا ده چې دکوباني علاقې دتحفظ لپاره هر ممکن گام اخستى شي اؤ زياته کړې يې ده دا غټ دروغ دي چې دهغه ملک ددغه علاقې داوسيدونکو لپاره گامونه نۀ دي اخستي.

دترکي پوځونه اؤ ټينکونو تر پولې رسيدلي اؤ دپولې پورې غاړې شام ته نۀ دي ور اوړيدلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG