امريکا کې دنهې په ورځ کيدونکو انتخاباتو کې څيړونکو پيشن گوئي کړې چې ديوې لسيزې نه پس ري پبلکنز ته کانگريس کې اکثريت ترلاسه کيدى شي، چې په دغسې صورت کې دډيموکريټ گوند دانتظاميې دوروستۍ دوؤ کلونو دمودې په مهال دصدر براک اوباما سره سياسي لانجې سر راپورته کولى شي.
ري پبلکنز امريکا کې په عامه توگه ډير قدامت پسند گوند گڼلى شي، دوړاندې نه د٤٣٥ کسيز داستازو ايوان کنټرول هغوي ته ترلاسه دى اؤ ممکنه ده چې دهغوي په ٢٣٣ چوکو کې نوره اضافه هم وشي.
ري پبلکنز د١٠٠ؤ چوکو برني ايوان ( سينيټ) کې هم اکثريت ترلاسه کولى شي ، چرته چې اوس مهال ډير لبرل ډيموکريټس ته د٥٥ؤ چوکو عددي اکثريت ترلاسه دى.
براک اوباما جون ٢٠١٢م کې په دوهم ځل دامريکا صدر ټاکل شوى ؤ، دهغه نوم که هر په بيلټ پيپر باندې نشته خو هغه وائي چې تگلارې يې ضرور په داؤ لگيدلي دي.
دصدر اوباما دمقبوليت کچه د٤٠ فيصده نه هم کمه ده، ري پبلکن اميدواران په هاغو رياستونو کې دسينيټ گڼې چوکۍ ترلاسه کولى شي چې ښاغلي اوباما دوه کاله دمخه دلاسه ورکړي وؤ، حالانکې هغه په قومي کچه برتري ترلاسه کړې وه.
دصدر اوباما دمنتخب کيدو نه پس دهغه دمقبوليت کچه کمه ده اؤ هم په دې وجه ډيموکريټ گوند سينيټ کې دخپل اکثريت دبرقراره ساتلو هڅې کوي.
که چرې په کانگريس ريپبلکنز ته کنټرول ترلاسه کيږي نو په قومي کچه دروغتيا داصلاحاتو په اړه دصدر اوباما قانوني کاميابۍ ته هم خطره پيښيدى شي، ددې لاندې په لکونو خلکو ته دانشورنس کوريج ترلاسه شوى،
حزب اختلاف سره تعلق لرونکو ځينو قانون سازانو دصدر له لوري يوکرين کې دروسي مداخلت دگام دمقابلې اؤ عراق اؤ شام کې دداعش دجنگيالو خلاف دامريکائي فضائي کارروايۍ هم مخالفت کړى دى.
دامريکا دغه دواړه گوندونه په مصرفونو، دټيکس نظام اؤ دايميگريشن اصلاحاتو په تگلارو هم درايې اختلاف لري.