لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په سر په باؤنسر زخمي شوى اسټريلوي بيټسمين فلپ هيوز مړ شو


 کرکټ اسټريليا هم د٢٥ کلن بيټسمين فلپ هيوز دمړينې پخلى کړى اؤ دهغه مرگ يې دکرکټ دنړۍ لپاره يو غم گرځولى دى.
کرکټ اسټريليا هم د٢٥ کلن بيټسمين فلپ هيوز دمړينې پخلى کړى اؤ دهغه مرگ يې دکرکټ دنړۍ لپاره يو غم گرځولى دى.

دنهې په ورځ په سر په بال دلگيدو په وجه سخت زخمى شوى اسټريلوي بيټسمين فلپ هيوز هسپتال کې دعلاج په مهال دزخم تاب رانۀ وړو اؤ ساه يې ورکړې ده.

کرکټ اسټريليا هم د٢٥ کلن بيټسمين فلپ هيوز دمړينې پخلى کړى اؤ دهغه مرگ يې دکرکټ دنړۍ لپاره يو غم گرځولى دى.

ټيم ډاکټر برکنر دهيوز دمړينې دپخلي کولو په مهال وئيلي دي چې زۀ په دې وئيلو افسوس کوم چې فلپ هيوز مړ شوى دى

اسټريليا کې دشيفلډ شيلډ ډوميسټک ميچ په مهال دساؤتهـ ويلز دبالر شين ابيټ په باؤنسر بيټسمين فلپ هيوز په سر لگيدلى اؤ سخت زخمي شوى ؤ.

ددغه باؤنسر په وجه فلپ هيوز دومره سخت زخمي شوى ؤ چې هغه په ځمکه پړ مخې راگزار شوى ؤ اؤ بې هوشه شوى ؤ.

تر څلورو منټو گراؤنډ کې دطبي امداد نه پس هيوز هسپتال ته بوتلل شوى ؤ اؤ داغلته يې په بيړني اساس سرجري وشوه.

دسرجرۍ باوجود دهيوز حالت ډير خراب ؤ اؤ هغه دکوما حالت ته تللى ؤ اؤ ورته مصنوعي تنفس ورکول کيدو.

ډاکټرانو وئيلي وؤ چې راتلونکې ٤٨ گينټې دهيوز دژوند لپاره ډيرې اهمې دي اؤ نن فلپ هيوز دسډني هسپتال کې دعلاج په مهال دخپل ژوند بازي وبائيلله.

داسې راپورونه هم مخې ته راغلي چې په باؤنسر زخمي اسټريلوي بيټسمين عصري هيلمټ نۀ ؤ استعمال کړى.

هيوز خپله اولنۍ فرسټ کلاس ډيبيو د١٨ؤ کلونو عمر کې نومبر کال ٢٠٠٧م کې دنيو ساؤتهـ ويلز له لوري دلوبيدو سره کړې اؤ وروستو هغ جنوبي اسټريليا ته تللى ؤ.

کيڼ لاسي بيټسمين خپله اولنۍ دټيسټ ډيبيو فرورۍ کال ٢٠٠٩م کې د٢٠ؤ کلونو په مر کې کړې وه.

هيوز په ٢٦ؤ ټيسټ ميچونو کې پينځلس سوه اؤ پينځه ديرش رنز جوړ کړي وؤ جې پکې درې سنچريانې اؤ ٧ ففټيانې شامل دي.

داسټريليا وزيراعظم ټوني ابيټ دفلپ هيوز په مړينه دغمرازۍ خپل پيغام کې وئيلي دي چې دهغ مړينه يواځې دکرکټ دنړۍ لپاره افسوسناکه ورځ نۀ ده بلکې دهغه دکورنۍ لپاره هم يو لويې غم دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG