لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بگټي کيس کې دمشرف په گډون په ټولو ملزمانو فردجرم ولگول شو


 دترهه گرۍ دمخنيوي دعدالت له لوري دبيا بيا حکمونو باوجود پخوانى سرلښکر نن عدالت ته وړاندې نۀ شو.
دترهه گرۍ دمخنيوي دعدالت له لوري دبيا بيا حکمونو باوجود پخوانى سرلښکر نن عدالت ته وړاندې نۀ شو.

دبلوڅ قوم پرست مشر نواب اکبر خان بگټي دقتل مقدمه کې دپاکستان د پخواني پوځي صدر جنرل(ر) پرويز مشرف اؤ پخواني وزيراعظم شوکت عزيز په گډون په شپږو ملزمانو فردجرم لگول شوى دى.

په پخواني صدر اؤ وزيراعظم دغه فردجرم دبلوچستان صوبې سرښار کوئټه کې ترهه گرۍ دمخنيوي عدالت لخوا داکبر بگټي دقتل دمقدمې داوريدنې په مهال لگول شوى دى.

دا مقدمه دپخواني صدر پرويز مشرف، وزيراعظم شوکت عزيز، پخواني داخله وزير افتاب احمد شيرپاؤ، دبلوچسان دپخواني گورنر اويس احمد غني، پخواني داخله وزير شعيب احمد نوشيرواني اؤ پخواني دډيره بگټي دډپټي کمشنر صمد لاسي په ضد جمع ده.

دنواب اکبر بگټي زوې نوابزاده جميل اکبر بگټي دخپل پلار په قتل کې پخوانى صدر اؤ نور لوړپوړي چارواکي نومولي دي اؤ دبلوچستان هائيکورټ دملزمانو دنيولو وارنټ دوړاندې څخه جاري کړى دى.

دترهه گرۍ دمخنيوي دعدالت له لوري دبيا بيا حکمونو باوجود پخوانى سرلښکر نن عدالت ته وړاندې نۀ شو.

دپرويز مشرف وکيل ذيشان چيمه عدالت نن خبر کړو چې دهغه موکل ناروغه دى اؤ ځکه عدالت ته نۀ شي پيش کيدى.

په دې جج وويل چې يواځې ميډيکل بورډ ددې خبرې پخلى کولى شي چې مشرف ناروغه دى که نه

دجميل بگټي وکيل سهيل راجپوت پخپلو دليلونو کې وويل چې پخوانى صدر په تسلسل سره مختلفو ټي وي چينلو سره مرکې کوي، چيمه عدالت ته خواست وکړو چې دپخواني صدر داستثنا خواست دې ومني

عدالت دا خواست رد کړو اؤ پخوانى صدر، پخوانى داخله وزير افتاب شيرپاؤ، پخوانى دبلوچستان داخله وزير مير سهيل نوشيرواني يې دبلوڅ مشر دقتل مقدمه کې فرد جرم ولگول شو.

دمقدمې اوريدنه وروستو څلورمې فرورۍ پورې وځنډول شوه.

بلوڅ قوم پرست مشر نواب اکبر خان بگټي اگست کال ٢٠٠٦م کې دهاغو پوځي عملياتو په مهال په يو غرۀ کې دچاؤدنې په نتيجه کې وژل شوى ؤ چې امر يې پخواني پوځي سرلښکر جنرل (ر) پرويز مشرف کړى ؤ.

اکبربگټي دزياتې صوبائي خپلواکۍ اؤ بلوچستان په قومي وسيلو کې دزياتې برخې ترلاسه کولو لپاره دوسله وال کيمپئن مشري کړې وه اؤ دهغه وژنې دپاکستان مختلفو سيمو کې دغصې نه ډک احتجاجونه راپارولي وؤ

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG