لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان : د ډرون بريد کې شپږ شکمن جنگيالي وژل شوي


 سرچينې وائي دغه حمله دشمالي وزيرسان په شوال سيمه کې په يوه ودانۍ اؤ يو گاډي شوې چې پکې دډرون څخه دوه ميزائيلونه داغل شوي دي، بريد کې لږ ترلږه شپږ جنگيالي وژل شوي دي.
سرچينې وائي دغه حمله دشمالي وزيرسان په شوال سيمه کې په يوه ودانۍ اؤ يو گاډي شوې چې پکې دډرون څخه دوه ميزائيلونه داغل شوي دي، بريد کې لږ ترلږه شپږ جنگيالي وژل شوي دي.

دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دشورو په ورځ دډرون يو بريد کې لږ ترلږه شپږ شکمن جنگيالي وژل شوي دي.

سرچينې وائي دغه حمله دشمالي وزيرستان په شوال سيمه کې په يوه ودانۍ اؤ يو گاډي شوې چې پکې دډرون څخه دوه ميزائيلونه داغل شوي دي، بريد کې لږ ترلږه شپږ جنگيالي وژل شوي دي.

سرچينې وائي ميزائيلي حمله کې په نخښه کړل شوې ودانۍ په بشپړ ډول تباه شوې اؤ پکې دننه ولاړ گاډى هم له مينځه تللى، دحملې وروستو هم سيمه کې تر ډيره وخته ډرون الوت کولو.

دسرچينو وينا ده چې وژل شوؤ کې درې بهرني جنگيالي اؤ څلور مقامي تندلاري شامل دي اؤ ددې ترڅنگ دوه کسان بريد کې ژوبل شوي هم دي.

شمالي وزيرستان کې دډرون دغه وروستۍ حمله په داسې حال کې شوې چې تيره ورځ دعسکري چارواکو په وينا شمالي وزيرستان کې دپاکستاني جيټ الوتکو بمبارۍ کې هم د70ؤ څخه زيات جنگيالي وژل شوي دي.

دپاکستان پوځ شمالي وزيرستان دتيرکال دجون دمياشتې څخه په عملياتو بوخت دى چې پکې يې د٢٠٠٠ؤ څخه دزياتو جنگيالو دوژل کيدو دعوه شوې خو سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري چې له دې امله په ازادانه توگه ددغه شميرې پخلى نۀ شي کيدى.

پاکستان که هر څو پخپله خاوره دډرون حملې دخپلې خپلواکۍ خلاف ورزي گرځوي خو امريکائي چارواکي دډرون حملې دترهه گرۍ په ضد جگړه کې يوه موثره وسله بلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG