د کرکټ نړيوال کپ ۲۰۱۵م په روانو مقابلو کې نن ترسره شوؤ دوه مېچونو کې سري لنکا ـ افغانستان ته او هند ـ جنوبي افريقې ته ماتې ورکړې .
د افغانستان او سري لنکا ترمينځ شوي مېچ کې افغانستان لمړی بيټنگ کړی او ۲۳۲ رنزونه يي جوړ کړي وو، چې په ځواب کې يې سري لنکا په شپږو لوبغاړو اؤټ کېدو ټاکلی هدف پوره کړو او مېچ يې وگټو .
د سري لنکا مهېلا جای وردهنی سنچري جوړه کړې ده .
دغو دواړو ټيمونو له دې وړاندې په کړو مېچونو کې ماتې خوړلې وه .
افغانستان ته بنگله دېش او او سري لنکا ته نيوزي لېنډ ماتې ورکړې وه .
نن د اتوار په ورځ دوهم مېچ چې د هند او جنوبي افريقې ټيمونو ترمينځ شوی ، هند ـ افريقې ته په ۱۳۰ رنزونو ماتې وکړې ده .
هند لمړی بيټنگ کړی او جنوبي افريقې ته يې د ۳۰۸ رنزونو هدف ورکړی ؤ ، ځواب کې د جنوبي افريقې پوره ټيم په ۴۰م اوور کې په ۱۷۷ رنزونو اؤټ شوی دی .
د هند لخوا شکېردهون ۱۳۷ رنزونه جوړ کړي دي .
د هند او جنوبي افريقې هم د ورلډکپ په روانو مقابلو کې دا دوهم مېچ ؤ ، او دواړو ټيمونو له دې وړاندې خپل لمړي مېچونه گټلي دي .
هند په لمړي مېچ کې پاکستان او جنوبي افريقې ـ زمبابوی ته ماتې ورکړې وه .