لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

استاد خيال محمد وايي تيار دى چې د نوي کول سندر غاړو ته تربيت ورکړي


هغه گيله وکړه چې خلکو ته يې ډيرې خوشحالۍ ورکړي خو چې پخپله د ناروغۍ له امله په غم کې گير شو نو هاغه ډاډگيرنه يې ونۀ شوه د کوم چې يې هيله لرله.
هغه گيله وکړه چې خلکو ته يې ډيرې خوشحالۍ ورکړي خو چې پخپله د ناروغۍ له امله په غم کې گير شو نو هاغه ډاډگيرنه يې ونۀ شوه د کوم چې يې هيله لرله.

ستر پښتون سندرغاړي اؤ د پښتو غزل شاهنشاه استاد خيال محمد وړانديز کړى چې کۀ چرې حکومت يا نورې فني ادارې يې سرپرستۍ ته راوړاندې شي نو هغه تيار دى چې د نوي کول د هنرمندانو د فني تربيت دپاره يوه فني اکيډمي پرانزي.

په کال کې د ۱۹۴۶خيبرايجنسۍ په چوره سيمه کې زيږيدلى خيال محمد د اپريدو ملک دين خيل قبيلې پورې تړاؤ لرونکى دپښتو هاغه ستر سندرغاړى دى چې د نورو ډيرو ايوارډونو اؤ جائزو تر څنگ ورته د پاکستان حکومت په غوره فني خدماتو صدارتي ايوارډ ورکړى دى .

د ٩٥٧ راهسې د پښتو موسيقۍ په خدمت بوخت استاد خيال محمد د فالج د ورپيښې ناروغۍ له امله د تيرې ډيرې مودې راهسې په کټ پروت ؤ ، اوس يې صحت په ښه کيدو دى اؤ تيره ورځ يې د وائس اف امريکه ډيوه راډيو سره اوږدې خبرې کړي دي.

استاد خيال محمد چې د مرکې په مهال په يو وهيل چئير ناست ؤ، ډيوه راډيو ته يې وويل دسندرغاړو دفني اکيډمۍ نوم نه اوس يو کاروبار جوړ شوى دى اؤ هاغه خلک د اکيډمۍ په نوم پيسې گټي چې پخپله هم ددې فن څخه واقف نه دي.

خيال محمد زياته کړه د پښتو موسيقۍ څومره خدمت چې يې کړى دى هغه ټولو ته معلوم دى اؤ کۀ څوک يې سرپرستۍ ته راوړاندې شي نو هغه تيار دى چې پخپل کور د نوي کول فنکارانو ته فني تربيت ورکړي.

د خپلې ناروغۍ په هکله د يوې پوښتنې په ځواب کې استاد خيال محمد وويل د خپلو مينه والو اؤ غوښتونکو د دعاگانو په برکت د مرگ له کومي څخه راگرځيدلى خو هغه گيله وکړه چې خلکو ته يې ډيرې خوشحالۍ ورکړي خو چې پخپله د ناروغۍ له امله په غم کې گير شو نو هاغه ډاډگيرنه يې ونۀ شوه د کوم چې يې هيله لرله.

استاد خيال محمد وويل د ناروغۍ په مهال يې هم زړۀ کيدو چې سندره ووايي خو بنده چې بيمار شي نو له هرڅه پاتې شي اؤ دهغه په وينا ترڅو چې ژوندى وي دهغه دننه ناست فنکار به ژوندى وى

ما د پښتو دومره خدمت کړى چې کۀ زه يم اؤ که نه يم خو پښتنو ته به زما يادونه رامخې ته کيږي

استاد خيال محمد نه چې کله پوښتنه وشوه چې د خپلې ځوانۍ د وخت سندرې اورئ يا ويډيو گورئ نو خفه کيږئ ورته ؟ هغه وويل نه خفه کيږم ورته نۀ ، زۀ بس په دې سوچ کوم چې بنده ماشوم وي، ځوان شي بيا بوډا شي اؤ بيا ختم شي اؤ دا هر څه د الله د قدرت نخښانې گڼم

هغه وويل په زړۀ يې څه ارمان نۀ شته سيوا ددې نه چې لکه څنگه يې تير عمر په عزت سره تير شو نور کۀ يې څومره ژوند پاتې وي چې هغه هم بايد په عزت سره تير شي،

د استاد خيال محمد دغه ويډيو مرکه تاسو دلته کتلئ شئ

که زه يم اؤ که نه يم خو پښتنو ته به ياد یم : استاد خیال محمد
please wait

No media source currently available

0:00 0:13:30 0:00

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG