دائي سي سي کرکټ ورلډ کپ په يو ميچ انگلينډ افغانستان ته په ٩ؤ وکټو ماتې ورکړې ده.
دسډني کرکټ گراؤنډ کې لوبول شوي ميچ کې انگلينډ دټاس گټلو وروستو افغانستان ته دلمړي بيټنگ بلنه ورکړه خو دباران له امله ميچ څو ځله اودرول شو اؤ ميچ تر ٤٥ؤ اورونو پورې محدود کړل شو.
افغانستان ته دلمړي بيټنگ کولو په ترڅ په 36.2 اورونو کې د٧ؤ وکټو په تاوان ١١ رنز جوړ کړل چې له دې وروستو باران خنډ راولاړ کړو اؤ دافغانستان اننگز ختم کړى شو، انگلينډ ته دگټې لپاره دډک ورتهـ لوئس ميتهډ لاندې ٢٥ؤ اورونو کې د١٠١ رنز هدف ورکړل شو.
دافغانستان له لوري شفيق الله تر ټولو زيات ٣٠ رنز جوړ کړل اؤ ناصرجمال ١٧، جاويد احمدي ٧، نوروز منگل څلور، افسر ځاځي شپږ، سميع الله شينواري ٧ اؤ کپتان محمد نبي ١٦ رنز جوړ کړل.
دانگلينډ کرس جورډن اؤ روي بوپارا دوه، دوه اؤ جيمز اينډرسن، اسټورټ بروډ اؤ جيمز ټريډ ويل يو، يو وکټ ترلاسه که.
انگلينډ د١٠١ رنز هدف په ١٩م اوور کې په اسانۍ سره ديو وکټ په تاوان پوره کړو، اوپنر اليکس هيلس اؤ اي اين بيل دغوره بيټنگ اغاز وکړو اؤ د٨٣ رنز شراکت جوړولو سره يې دانگلينډ گټه باوري کړه.
په ښې کارکردگۍ کرس جورډن دميچ تر ټولو غوره لوبغاړى وگرځول شو.