لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا د يمن نه خپل ټول کارمندان اوباسي


محکمه خارجه وئيلي ، چې امريکا به يمن کې د ترهگرۍ د خطرو جائزه اخلي ، او په سيمه کې د ترهگرۍ د مخنيوي صلاحيت يې هم لري .
محکمه خارجه وئيلي ، چې امريکا به يمن کې د ترهگرۍ د خطرو جائزه اخلي ، او په سيمه کې د ترهگرۍ د مخنيوي صلاحيت يې هم لري .

د يمن په پلازمينه صنعا کې د ځانمرگو بريدونو چې پکې ۱۳۷ کسان وژل شوي يوه ورځ وروستو امريکې د يمن نه خپل ټول کارمندان بيرته بللي دي . د امريکې محکمه خارجه لخوا جاري شوي بيان ترمخه دغه عارضي بدلون يمن کې دامنيت د گډو وډو حالاتو له کبله کيږي .

د يمن په جنوب کې موقعيت لرونکې الاناد فضائي اډه کې د امريکې د سپيشل فورس ۱۰۰ اهلکار موجود وو ، دغه اډه به امريکې په يمن کې د ډرون د لارې د القاعده د هدفونو په نخښه کولو دپاره کاروله .

محکمه خارجه وئيلي ، چې امريکا به يمن کې د ترهگرۍ د خطرو جائزه اخلي ، او په سيمه کې د ترهگرۍ د مخنيوي صلاحيت يې هم لري .

بل لور ته د ملگرو ملتونو سلامتي کونسل د اتوار په ورځ د يمن په اړه هنگامي غونډه کوي .

يمن کې کړکېچنو حالاتو ته په کتو صدر منصورهادي تېره مياشت د رخصتې وروستو د خالي په ورځ په لمړۍ په ځل ټيلي ويژن وينا کړې ده .

د جنوبي ښارعدن نه په وينا کې منصورهادي د حوثي شيعه ياغيانو نه غوښتي دي چې د حکومتي وزارتونو د ودانو قبضه پرېږدي ، خپل وسله وال د پلازمېنې نه اوباسي او د ملگروملتونو په مرسته پېل شوؤ د امن خبرو ته واپس راشي .

نوموړي څو ورځې وړاندې عدن کې په صدارتي ماڼۍ د نامالومه جنگې الوتکې څخه داغل شوي ميزائيل غندنه کړې او دا يې د هغه په ضد د بغاوت هڅه بللې ده ، په دغې پېښه کې هادي روغ پاتې شوی ؤ .

په کال ۲۰۱۲م کې د يو تحريک په نتيجه کې د صدرعلي عبدالله صالح د حکومت ختمېدو وروستو يمن د تشدد او بدامنۍ په پېښو کې گېردی .

د ايران اتحادي حوثيانو تېر کال د ستمبر په مياشت کې پلازمينه په خپله ولقه اخيستې ، د سُنيانو سره يې جگړه روانه ده او د خپل واک غزولو هڅه کوي .

واشنگټن کې د يمن د سفارتخانې يو وياند محمدالباشا د خالي په ورځ ټويټر باندې خپل پېغام کې وئيلي چې "هغه په يمن کې د جنگ غږېدونکو نغارو اوازونه اوري".

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG