لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داوباما لخوا يمن کې دسعودي دعملياتو ملاتړ


 دسپينې ماڼۍ ترمخه امريکائي صدر براک اوباما دسعودي عرب باچا عبدالعزيز سره په ټيليفوني تماس نيولى اؤ اؤ يمن کې دحوثي ياغيانو په ضد عملياتو کې يې دملاتړ باور ورکړى.
دسپينې ماڼۍ ترمخه امريکائي صدر براک اوباما دسعودي عرب باچا عبدالعزيز سره په ټيليفوني تماس نيولى اؤ اؤ يمن کې دحوثي ياغيانو په ضد عملياتو کې يې دملاتړ باور ورکړى.

دامريکا صدر براک اوباما دسعودي عرب په مشرۍ کې يمن کې دشيعه حوثي ياغيانو په ضد روانو عملياتو کې دسعودي باچا سلمان ابن عبد العزيز آل سعود‎​ ته دملاتړ باور ورکړى.

دسپينې ماڼۍ ترمخه امريکائي صدر براک اوباما دسعودي عرب باچا عبدالعزيز سره په ټيليفوني تماس نيولى اؤ اؤ يمن کې دحوثي ياغيانو په ضد عملياتو کې يې دملاتړ باور ورکړى.

دقومي سلامتۍ دکونسل ښځينه وياندې ميهان وئيلي دي چې دواړو مشرانو دخبرو اترو په مهال په دې خبره اتفاق کړى چې يمن کې دسياسي مذاکراتو له لارې اوږدمهاله ثبات دهغوي مقصد دى.

هغې وئيلي صدر دامريکا اؤ سعودي عرب ترمينځ دمضبوطې ملګرتيا تکرار وکړو اؤ دسعودي عرب، ګلف کواپريشن کونسل( جي سي سي) دغړو اؤ نورو لخوا يې دصدر هادي دخواست په ځواب کې ديمن دجائز حکومت دملاتړ لپاره دشوې کارروايۍ ملاتړ وکړو

په صنعاء کې دروغتيا دچارواکو ترمخه دسعودي عرب په مشرۍ عملياتو کې تر دې مهاله ٣٩ اولسي وګړي وژل شوي دي.

دسعودي عرب په مشرۍ کې دلسو هيوادونو ائتلاف چې پکې پينځه خليجي رياستونه شامل دي ، ايران پلوه حوثي ياغيانو ته دماتې ورکولو اؤ په نړيواله توگه دمنل شوي يمن دحکومت دبحالۍ هڅې کوي

دخبري ادارې رائيټرز ترمخه ديمن پلازمينه صنعاء کې دجمعې په په شپه ناوخته دجنگي الوتکو دبمبارۍ لړۍ دخالي تر سحره روانه وه.

مصر کې دخالي په ورځ دعرب ليگ کيدونکې غونډه کې هيله کيږي چې ديمن په صورتحال به بحث وشي اؤ وئيل کيږي چې دغه غونډه کې به ديمن صدر منصور هادي هم گډون کوي څوک چې عدن کې دحوثي ياغيانو دحملې نه پس ددغه ځايې څخه تښتيدلى.

بل لوري ته دشيعه حوثي ياغيانو خلاف دسعودي عرب دفضائي کارروائيو له امله درياض اؤ تهران ترمينځ دپردې ترشا اؤ نيغ په نيغه دلانجې راپورته کيدو انديښنې هم پيدا شوي.

شيعه حوثي ياغيانو تير کال ديمن دمرکزي حکومت په ضد تحريک شروع کړى ؤ اؤ بيا هغوي دستمبر په مياشت کې په پلازمينې صنعاء دقبضې کولو سره په مختلفو سيمو دخپلې قبضې کولو لپاره کارروايۍ شروع کړې.

په ايران تور لگول ک کيږي چې ددغو ياغيانو ملاتړ کوي اؤ ايران دسعودي عرب لخوا يمن کې دياغيانو په ضد حملې ديمن دخپلواکۍ خلاف يو خطرناک گام گرځولى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG