لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بدخشان: وسله والو طالبانو د افغان ملي اردو ۱۸ سرتيري وژلي


چارواکو وئيلي ، وسله والو سره په جگړه کې ۱۹ طالبان هم وژل شوي چې اته پکې بهر ملکيان دي .
چارواکو وئيلي ، وسله والو سره په جگړه کې ۱۹ طالبان هم وژل شوي چې اته پکې بهر ملکيان دي .

د افغانستان په بدخشان صوبه کې د وسله والو طالبانو او د افغان ملي اردو د ځواکونو ترمينځ نښته کې ۱۸ عسکر وژل شوي دي ، او راپورونه وايي وسله والو د ملي اردو د اته ؤ سرتېرو نه سرونه غوڅ کړي هم دي .

افغانستان کې د طالبانو له لوري په يو ځايي د دومره ډېرو عسکرو د وژنو او د هغويې نه سرونه غوڅول دا د خپل نوعيت لمړۍ پېښه ده .

د بدخشان صوبې د گورنر مرستيال محمدبېدار د پېښې په اړه وئيلي ، چې د ۲۵۰ پورې طالبانو د جرم په ضلع کې د افغان پوځ په پوستو بريد کړی دی .

د والي وياند احمدنويد فروتن رسنيو ته د طالبانو په دغه بريد کې د ۱۸ ملي اردو سرتېرو د وژنې پخلی کړی او وئيلي يي دي په وژل شوؤ کې د اته ؤ نه سرونه غوڅ کړی شوي دي .

فروتن وئيلي په جگړه کې ۱۹ طالبان هم وژل شوي چې اته پکې بهر ملکيان دي .

د افغانستان د دفاع وزارت د طالبانو د بريد په اړه جاري کړي بيان کې د ۳۰ افغان سرتېرو د وژل کېدو ، ژوبلېدو او ورکېدو وئيلي دي .

راپورونه وايي طالبانو د افغان پوځ ځينې گاډي سوځولي هم دي ، او د بريد وروستو تښتېدلي دي .

طالبانو د بريد زمه واري قبوله کړې ده .

دغه پېښه د جمعې په ورځ رامنځته شوې ده خو دغه سيمه چې لرې پرته ده ځکه مطبوعاتو ته وروستو خبر رارسېدلی دی .

د افغانستان په بدخشان صوبه کې د افغان ملي اردو د سرتېرو په دومره غټه کچه د وژنو دغه پېښه په داسې مهال مخې ته راغلې ، چې يواځې څو مياشتې وړاندې د دغه هېواد د امنيت ټول انتظام ملکي ځواکونو ته سپارل شوی دی . او اوس افغان ځواکونو ته د بهرنو نړيوالو ځواکونو په جنگي عملياتو کې مرستې نه دي حاصلي .

Recommended

XS
SM
MD
LG