لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان کرکټ ټيم کپتان محمدنبي استعفی ورکړه


محمدنبي دوه کاله وړاندې د نوروز مېنگل نه وروستو د افغانستان د قومي کرکټ ټيم کپتان ټاکل شوی ؤ .
محمدنبي دوه کاله وړاندې د نوروز مېنگل نه وروستو د افغانستان د قومي کرکټ ټيم کپتان ټاکل شوی ؤ .

د افغانستان د قومي کرکټ ټيم کپتان محمدنبي عيسی خېل نن په يوه خبري غونډه کې د قومي کرکټ ټيم د کپتانۍ څخه استعفی ورکړه ، او ويې وئيل استعفی يې په خپله خوښه ورکړه او په کپتانۍ کې يې ښه لوبه نه شوه کولی .

محمدنبي عيسی خېل چې د تېرو دوؤ کلونو راهسې د افغانستان د قومي کرکټ ټيم کپتان ؤ ، خبري غونډې ته يې په وينا کې د استعفې ورکولو سره ووئيل ، چې د يو لوبغاړي په توگه به ټيم سره لوبې ته دوام ورکوي ، او خپلې تجربې به د نوي کپتان سره شريکوي .

هغه ووئيل ، د دوؤ کالونو راهسې مې د قومي ټيم کپتاني وکړه ډېرې کاميابۍ مو ترلاسه کړې او ټيم مو په نړيوال کپ کې ولوبېدو او په نړيواله کچه يې ستائنه وشوه

نبي عيسی خېل زياته کړه د کپتانۍ څخه يې په خپله خوښه استعفی ورکړه ، کوم فشار پرې نه ؤ . هغه ووئيل د کپتانۍ د فشار له کبله يې هغه رنگ لوبه نه شوه کولی کوم ډول لوبه چې يې د کپتانۍ نه وړاندې کوله .

نوموړی دوه کاله وړاندې د نوروز مېنگل نه وروستو د افغانستان د قومي کرکټ ټيم کپتان ټاکل شوی ؤ .

د افغانستان کرکټ بورډ مشر نسيم الله دانش د محمدنبي په اړه خبري غونډې ته په وېنا کې ووئيل ، هغه بريالی لوبغاړی دی او لاس ته راوړنې يې د ستائينې وړ دي .

دانش زياته کړه نبي عيسی خېل په خپله مرضۍ استعفی ورکړه فشار پرې نه ؤ او کرکټ بورډ د هغه په استعفی خفه دی .

نوموړي ووئيل په نزدو کې به د کرکټ بورډ ټاکنيزه کميټي د قومي کرکټ ټيم دپاره نوی کپتان وټاکي .

محمدنبي عيسی خېل چې ۳۰ کلن دی او ال راؤنډر لوبغاړی دی ، هغه تر اوسه پورې د افغانستان له لوري ۵۱ نړيوال يو ورځنو ، ۲۵ ټي ټيوينټي (۲۰اووريز) او ۲۵ ټېسټ مېچونو کې لوبېدلی دی .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG