لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملگري ملتونه: د افغانستان قانوني نظام ښځو ته په انصاف ورکولو کې ناکامه دی


په ښځو د شوي تشدد په ضد يواځې پينځه فيصده کېسونو کې مجرمانو ته سزا اورول شوې ده .
په ښځو د شوي تشدد په ضد يواځې پينځه فيصده کېسونو کې مجرمانو ته سزا اورول شوې ده .

د ملگرو ملتونو يو تازه رپورټ وايي چې د افغانستان عدالتي نظام په هېواد کې د طالبانو د حکومت ختمېدو وروستو اوس هم ښځو ته په انصاف ورکولو کې ناکام دی .

د اتوار په ورځ خپور شوي د ملگرو ملتونو په رپورټ کې وئيل شوي چې په ښځو د شوي تشدد په ضد يواځې پينځه فيصده کېسونو کې مجرمانو ته سزا اورول شوې ده .

د ملگرو ملتونو د بشري حقونو مرستيال سيکرټري جنرل ايون سيمونووچ په کابل کې يوې خبرې غونډې ته په وينا کې وئيلي ، چې د تشدد زده ښځو او جينکو نه ورته په پوښتنو کې معلومه شوې چې د عدالتې نظام په قلاره چلېدل ، درغلۍ او د لرې پاتې کېدو منفي اثر په ښځو د تشدد کولو په ضد عدالتې کارروايانو کې خنډان دي .

رپورټ کې وئيل شوي چې د افغانستان زنانه د هغو سړو په ساتنه کې دي څوک چې په هغويي تشدد کوي .

سيمونووچ وئيلي ، چې يوه ښځه د خپل خاوند په ضد د تشدد شکايت چارواکو ته وړي نو هغې ته خپل کور پرېښودل وي او هغې سره د پاتې کېدو يا تلو بل ځايې نه وي پاتې .

د افغانستان ائين چې ښځو ته د برابرۍ د حقونو ضمانت ورکوي ، په ورستو کالونو کې د ښځو دپاره تعليم او روزگار موقعې سېوا شوي دي .

خو دغه رپورټ وايي چې د کورنو رواياتو او خانداني فشار سره د عدالتي چارواکو لخوا په مبينه توگه د درغلۍ او واک د غلط استعمال له کبله ډېرې ښځې گڼي ، چې هغويې ته د انصاف ترلاسه کېدو هډو ځايې نشته .

د ملگرو ملتونو چارواکو په افغان حکومت ټينگار کړی چې ښځو ته د انصاف ورکولو په لړ کې دې اداره جاتي او په پاليسو کې بدلون وکړي او د هغويې د تشدد څخه بچ ساتلو دپاره دې قانونونه نافذ کړی شي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG