لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دغوڅ جوهري تړون لپاره ژمن يو،دايران خارجه وزير


 دشورو په ورځ دنيويارک يونيورسټۍ کې دوينا په مهال دايران دبهرنو چارو وزير وويل چې فريقين ٣٠م جون پورې غوڅ تړون ته درسيدو لپاره پرله پسې کار کوي اؤ ايران ددغه عمل لپاره ژمن دى.
دشورو په ورځ دنيويارک يونيورسټۍ کې دوينا په مهال دايران دبهرنو چارو وزير وويل چې فريقين ٣٠م جون پورې غوڅ تړون ته درسيدو لپاره پرله پسې کار کوي اؤ ايران ددغه عمل لپاره ژمن دى.

دايران دبهرنو چارو وزير محمد جواد ظريف وئيلي دي چې دايران اؤ شپږو نړيوالو قوتونو ترمينځ جوهري تړون يوه داسې موقع ده چې ضائع کيدل نۀ دي پکار.

دشورو په ورځ دنيويارک يونيورسټۍ کې دوينا په مهال دايران دبهرنو چارو وزير وويل چې فريقين ٣٠م جون پورې غوڅ تړون ته درسيدو لپاره پرله پسې کار کوي اؤ ايران ددغه عمل لپاره ژمن دى.

جواد ظريف وويل که چرې ٣٠م جون پورې تړون کيږي نو هغه هيله لري چې امنيتي شورا به څو ورځوکې ددې تړون پخلى اؤ دبنديزونو ختمولو لپاره قرارداد وړاندې کوي.

دا قرارداد به دتړون پخلى کوي، دبنديزونو دقراردادونو په ګډون به ټول قراردادونه ختم کړي اؤ داروپائي اتحاديې اؤ امريکائي بنديزونو دختمولو موقع به ورکړي

که هر څو تهران کې ځينې خلک په دې وئيلو سره ددې تړون مخالفت کوي چې دې سره به لويديز ته دايران پوځي تنصيباتو پورې رسد ترلاسه شي خو ايراني سفارت کار وويل چې حکومت يې بين المللي باور ته دودې ورکولو لپاره داتوم دنۀ خوريدنې دتړون په اضافي شقونو عمل کولو ته هم اماده دى.

ايران دريځ لري چې اتومي پروګرام يې دوسلو جوړولو لپاره نۀ بلکې دپرامنه مقصدونو لپاره دى.

دامريکائي کانګريس ځينې غړي ددغه تړون اؤ بنديزونو ختمولو په وړاندې مزاحمت کوي اؤ وائي چې اسرائيل ته دايران له لوري دپيښې خطرې اؤ په تيرو وختونو کې دترهه ګريزو ډلو دملاتړ له امله په تهران باور نۀ شي کيدى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG