لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

برطانيه کې پارليماني انتخابات روان دي


د شورو په شوې يوې قومي سروی ترمخه د وزيراعظم ډېوډکېمرون کنزروېټو پارټۍ ته د ۳۳فيصده ووټرانو ملاتړ حاصل دی ، او د هغه مخالف اېډملي بېنډ لېبرپارټي په يو پوائنټ سره د کېمرون د پارټۍ نه وروستو ده .
د شورو په شوې يوې قومي سروی ترمخه د وزيراعظم ډېوډکېمرون کنزروېټو پارټۍ ته د ۳۳فيصده ووټرانو ملاتړ حاصل دی ، او د هغه مخالف اېډملي بېنډ لېبرپارټي په يو پوائنټ سره د کېمرون د پارټۍ نه وروستو ده .

برطانيه کې نن د زيارت په ورځ د پارليماني انتخاباتو دپاره د رايې اچولو عمل روان دی ، او په دغو انتخاباتو کې د برطانيي د پارليمان د ۶۵۰ چوکو دپاره مقابله کيږي .

د اولسي اندازو ترمخه د برطانيي د انتخاباتو مقابله سخته ده او د گټونکي په اړه يې د وړاندې نه څه وئيل گران دي .

د برطانيي د انتخاباتو دپاره څلورنيم کروړه کسان د ووټ اچولو اهل دي ، او د رايې اچولو دپاره ۵۰زره پولينگ سټېشنې جوړې کړی شوي دي .

د رايې اچولو دپاره د برطانيي د ځايي وخت سحر د اووه بجو نه د شپې ۱۰ بجو پورې ټاکل شوی دی .

د شورو په ورځ شوې يوې قومي سروی ترمخه د وزيراعظم ډېوډکېمرون کنزروېټو پارټۍ ته د ۳۳فيصده ووټرانو ملاتړ حاصل دی ، او د هغه مخالف اېډملي بېنډ لېبرپارټي په يو پوائنټ سره د کېمرون د پارټۍ نه وروستو ده .

سروی څرگندوي چې انتخابي نتيجې به د برطانيي په دوه مرکزي سياسي ډلو کې يوه د نورو وړو ډلو سره په گډ حکومت جوړولو مجبور کېدی شي .

څيړونکي دغه انتخابات د برطانيي د يو نسل تر ټولو زيات غېرمتوقع او مهمه اليکشن بلي .

ډېوډ کېمرون ادعا کړې ده که چرته هغه بيا وزير اعظم وټاکل شو ، نو په دې خبره به رېفرنډم وکړي چې برطانيي ته په ۲۸ غړو مشتمل يورپي يونين کې پاتې کېدل پکار دي يا نا .

د دې ترڅنگ د سکاټ لېنډ د برطانيي نه ځانله کېدو سوال هم مهمه مسله گڼل کيږي .

د سکاټ لېنډ ملت پالو تېر کال په دغه مسله باندې شوي رېفرنډم کې ماتې خوړلې وه ، خو دويې د زيارت په ورځ د رايو په شمارنه کې په درېم نمبر مخې ته راتلی شي ، او د لېبرپارټۍ سره په گډه حکومت جوړولی شي .

د کال ۲۰۱۰م نه د برطانيي د وزيراعظم په چوکۍ ناست ډېوډکېمرون او د هغه مخالف اېډ ملي بېنډ دواړو دغو انتخاباتو ته په ملک کې معاشي رېفرنډم وئيلي دي . برطانيه د نړۍ پينځم لويې معيشيت دی .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG