لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فلپا ئن : فيکټرۍ کې داور لگيدو له امله 72 کسان مړۀ شوي


 داطلاعاتو ترمخه کينټکس مينوفيکچرنگ کمپنۍ کې دلگيدلي اور له امله په لسگونو خلک ژوبل شوي هم دي، دغه کمپني په مقامي توگه دخرڅيدونکي ربړ څخه سليپر جوړوي.
داطلاعاتو ترمخه کينټکس مينوفيکچرنگ کمپنۍ کې دلگيدلي اور له امله په لسگونو خلک ژوبل شوي هم دي، دغه کمپني په مقامي توگه دخرڅيدونکي ربړ څخه سليپر جوړوي.

دفلپائن چارواکي وائي چې دمنيلا په يوه پسمانده سيمه کې موقعيت لرونکې دپيزار جوړولو فيکټرۍ کې دلگيدلي اور له امله تر دې مهاله ٧٢ کسان مړۀ شوي دي.

داطلاعاتو ترمخه کينټکس مينوفيکچرنگ کمپنۍ کې دلگيدلي اور له امله په لسگونو خلک ژوبل شوي هم دي، دغه کمپني په مقامي توگه دخرڅيدونکي ربړ څخه سليپر جوړوي.

تر دې مهاله نۀ ده په ډاگه شوې چې داورلگيدو له امله څومره کسان بې درکه دي.

فکر کولى شي چې په دوه پوړيه وړدانۍ کې دغه اور هاغه وخت ولگيدو کله چې هلته دکارکوونکو ويلډرانو الات دکميائي موادو سره وجنگيدل.

دفيکټرۍ يو کارکوونکى اسټيو چيو وئيلي کله چې هغوي په فيکټرۍ کې کار کولو نو په دغه مهال اور ولگيدو ، هغوي داوردوژلو زياتې هڅې وکړې خو پکې بريالي نۀ شول.

دپيښې ښکار شوؤ کورنو په دې خبره دناخوښۍ اؤ غم څرگندونه کړې چې فيکترۍ کې داور څه دبچ کيدو دانتظاماتو معيار ناقصه ؤ اؤ گڼ کارکوونکي وائي چې هغوي داور څخه دبچ کيدو په کوم مشق کې برخه نۀ ده اخستې.

دودانۍ په کړکو گڼ داوسپنې سيخونه لگيدلي وؤ ترڅو کارکوونکي ونۀ تښتي، داطلاعاتو ترمخه دفيکټرۍ دننه دکارکوونکو گڼو کسانو بدلونونه په مکمله توگه سوځيدلي.

چارواکي ددغه پيښې پلټنه کوي اؤ دفلپا ئن دملي پوليسو مشر لينارډو ايسپنا خبريالانو ته وئيلي څوک خو به ددغه جرم ذمه وار گرځولى شي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG