لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دطالبانو لخوا هلمندکې دپوليسو په ودانۍ حمله،٢٦ عسکر ووژل شول


 دپوليسو مشر وويل چې دطالبانو له لوري دپوليسو په هيډکوارټر پرله پسې ډزې اوس هم روانې دي اؤ طالب جنگيالو دنواز سيمې ټول سړکونه هم تړلي دي.
دپوليسو مشر وويل چې دطالبانو له لوري دپوليسو په هيډکوارټر پرله پسې ډزې اوس هم روانې دي اؤ طالب جنگيالو دنواز سيمې ټول سړکونه هم تړلي دي.

چارواکي وائي چې طالب جنگيالو دافغانستان په جنوبي ناقراره هلمند ولايت کې دپوليسو په يوه ودانۍ حمله کړې اؤ ١٩ پوليس اؤ ٧ عسکر يې وژلي دي.

دنوزاداولسوالۍ دپوليسو مشر نپاس خان،څوک چې دطالبانو له لوري په نخښه کړل شوې ودانۍ کې موجود ؤ، ايسوسي ايټډ پريس ته دټيليفون له لارې خبرو کې وئيلي دي چې طالبانو دهغوي په ودانۍ دحملې څخه دمخه سيمه کې په جوړو کړل شوؤ بيلا بيلو پوستو حمله کړې ،دپوليس عسکرو څخه يې وسله اؤ گاډي اخستي اؤ دودانۍ په لوري پرمختگ کوي.

دپوليسو مشر وويل چې دطالبانو له لوري دپوليسو په هيډکوارټر پرله پسې ډزې اوس هم روانې دي اؤ طالب جنگيالو دنواز سيمې ټول سړکونه هم تړلي دي.

هغه وويل هغوي(طالبان) زمونږ زياتره چيک پوسټونه يا خو تباه کړي اؤ يا يې نيولي اؤ اوس دپوليسو هيډکوارټر ته هم رارسيدلي دي

حکومتي ځواکونو سږکال دمارچ په مياشت کې دطالبانو دسپرلي دروايتي جگړې دزور کښينولو لپاره عمليات پيل کړي خو دطالبانو لخوا داپريل په مياشت کې دپيل کړل شوې سپرلي دجگړې څخه وروستو ټول افغانستان کې دتشدد پيښو کې اضافه شوې ده.

چارواکي وائي چې په داسې حال کې چې طالبان دهيواد په لويديز کې دتندروه ډلې دولت اسلاميه دملاتړ کوونکو سره په نښتو بوخت دي، دافغانستان په جنوبي سيمه کې ديو ټرک له لارې ترسره شوي ځانمرگي بريد اؤ يوه بله دسړک دغاړې بمي چاؤدنه کې ١١ کسان وژل شوي دي.

چارواکي وائي چې په زابل ولايت کې ترسره شوي دټرک ځانمرگي بريد کې پينځه اؤ په قندهار ولايت کې دسړک دغاړې بمي چاؤدنه کې شپږ کسان وژل شوي دي.

همدغه شان دفراه ولايت گورنر يا والي اصف ننگ وئيلي دي چې په دغه ولايت کې دتيرو دريوؤ ورځو راهسې طالبان دخپلو هاغو مخالفو تندلارو سره په جگړو بوخت دي دداعش دوفادارۍ دعوه کوي، دهغه په قول دغه جگړه کې لږ ترلږه ١٠ طالب جنگيالي اؤ دداعش ١٥ پلويان وژل شوي خو په دغه اړه يې نور تفصيلات نۀ دي ورکړي.

افغانستان کې دطالبانو اؤ داعش دجنگيالو ترمينځ دغه نښتې په دغه هيواد کې دداعش دکمې خو مخ په زياتيدونکې موجودگۍ لوري ته اشاره کوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG